د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی وايي پر خپلې خبرې ولاړ دی


کرزی وايي پر خپلې خبرې ولاړ دی
کرزی وايي پر خپلې خبرې ولاړ دی

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وايي دده حکومت په خپله کړې ژمنه ولاړ دی چې خصوصي امنیتي کمپنۍ به له منځه وړي خو یوازې هغه کمپنۍ استثنا دي چې د پراختیايي پروژو په ساتنه لگیا دي.

د اگست په میاشت کې کرزي فرمان صادر کړ چې د سږ کال تر پایه پورې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ باید له افغانستان نه ووځي، یوازې هغه کمپنۍ پاتې کیدلای شي چې سفارت خانې یا پوځي اډې ساتي.

د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې کرزي وویل چې افغانستان په خپله دغه پریکړه ټینگ ولاړدی، خو د غټو موسساتو نه یې غوښتنه وکړه چې د خپلو پروژو او د امنیتي اړتیاو په برخه کې ده ته یو لست واستوي.

د شنبې په ورځ، دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن کرزي ته ټلفون وکړ او ورته یې وویل چې باید یو مشترک پلان جوړ ‍شي چې د هغه په اساس خصوصی امنیتي کمپنۍ په تدریجي ډول لغوه شي ترڅو د قراردادیانو او موسساتو کارونه ټکني نه شي.

ښاغلي کرزي وویل چې خصوصي امنیت ساتونکي دده د ملک د عسکرو او پولیسو موقف ته تاوان پیښوي. هغه وویل چې دی غواړي افغان قواوې د پروژو او د کارگرانو امنیت په خپله ونیسي.

ښاغلی کرزی اټکل کوي چې د افغانستان کې د شخصي امنیتي کمپنیو لپاره څه نا څه ۴٠ زرو کسان کارکوي. خو د امریکا ددفاع وزارت وايي ددغو ساتونکو شمیر یواځې ٢٦ زرو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG