د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي طالبانو سره د سولې د خبرو د شورا د جوړیدو خبر ورکړ


د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس وایي چې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي نن د شنبې په ورځ اعلان کړیده چې یو شورا یې ټاکلې ده چې د طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

د جمهوري ریاست په یوې اعلامې کې ویل شویدي چې د سولې دعالې شورا ټاکل د طالبانو سره د خبرو په برخې کې یو ستر او مهم ګام دی. اژانس وایي چې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په برخې کې دا یو ښه او پر ځای اقدام دی.

د جمهور رییس دغه پریکړه چې د سولې عاري شورا یې جوړه کړه، د سولې په هغې جرګې کې منظوره شوې وه چې د ټول افغانستان نه قومي، سیاسي او مذهبي مشرانو پکې برخه اخیستې وه. په اعلامې کې ویل شویدي چې چارواکي نن د شنبې په ورځ د ارګ په ماڼۍ کې راټول شوي ؤ چې د شوار غړي وټاکي. چې په هغې کې به جهادي مشران، د قومونو استازي او ښځې شاملې وي.

په اعلامې کې همدارنګه ویل شویدی چې د شورا د ټولو غړو نومونه به د کوچني اختر تر رخصتیو وروسته په ډاګه شي.

دوه تنه پخوانيو جهادي مشرانو عبدالرب رسول سیاف او برهان الدین رباني تیره اونۍ په ارګ کې د جمهور رییس حامد کرزي سره وکتل او هغه ته یې د شورا د جوړیدو په اړه سلا ورکړله، د ارګ یوه ویاند سیامک هروي اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي دي چې پدې شورا کې د طالبانو او حزب اسلامي ځیني پخواني مشرانو ته هم برخه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG