د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی د ملگرو ملتونو غونډې ته نه ځي


د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند وحید عمر وايي چې جمهور رئیس حامد کرزی به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې چې دوه ورځې وروسته ده برخه وانخلي او د بهرنیو چارو وزیر به هلته د افغانستان استازيتوب وکړي.

وحید عمر نن په کابل کې خبریالانو ته وویل د پارلماني ټاکنو د بهیر نه د څارنې او د روان سیاسي وضعیت د حساس وخت د ملحوظاتو په خاطر جمهور ریس د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې ونډه نه اخلي او زلمی رسول به پدې سرمشریزه کې وینا ولري.

د جمهوري ریاست ویندوی دا ډول د سولې د عالي شورا د غړو د لست د بشپړېدو خبر ورکړ وی ویل چې دا لست تېره ورځ په ارګ کې د جهادي مشرانو په سلا جوړ شوی خو هغه د دې لست د غړو د نومونو له اخېستو ډډه وکړه او د لست د ژر خپرېدو خبر یې ورکړ، وحید عمر پدې اړه وویل:

"مونږ امیدواره وو چې همدا نن دا لست خپور کړو، ولې د دوو مواردو په خاطر مو و نه کړای شول چې نن یې اعلان کړو او ژمنه کوو چې په نېږدې راتلونکي کې به دا لست اعلان شي، زمونږ اټکل دا دی چې ددې شورا رهبري د همدې شورا له غړو ټاکل کیږي."

د سولې د عالي شورا د رهبرۍ په اړه د خلکو په منځ کې اندېښنې دي چې ګواکې له پخوانیو جګړه ښکېلو تشکیلیږي خو همدې اندېښنو ته وحید عمر په ځواب کې وویل چې تر هغو لست نه وي خپور شوی په اړه یې څه نه شي ویلای.

وحید عمر دا ډول د ټاکنو په اړه وویل چې حکومت له وړاندې پرې هیڅ نه شي ویلای خو په ټوله کې دا پروسه بریالۍ ګڼي، هغه وویل شکایات به موجود وي او ورته کمیسیون رسیږي، هغه د عبدالله عبدالله د خبرو په اړه چې شفافیت په ټاکنو کې نه وو وویل چې دا یې خپل نظر دی او ځانګړی تبصره پرې نه کوي.

وحید عمر له ټاکنو د پوښښ په لړ کې ځېنې نړیوالې رسنۍ ګرمې کړي چې رښتینی انځور یې خړپړ کاوه او واقعي خپرونې یې نه کولې.

XS
SM
MD
LG