د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریس کرزي د طالبانو مشرانو ته بلنه ورکړې ده چی د ده د حکومت سره دي مستقیمي خبري وکړي.


جمهور ریس کرزي د طالبانو مشرانو ته بلنه ورکړې ده چی د ده د حکومت سره دي مستقیمي خبري وکړي.

جمهور ریس کرزي د طالبانو مشرانو ته بلنه ورکړې ده چی د ده د حکومت سره دي مستقیمي خبري وکړي.

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د طالبانو مشرتابه ته بلنه ورکړې ده چي دده د حکومت سره دي مستقیمي خبري وکړي، او د پاکستان نه یې هم وغوښتل چي په دې خبرو کي د آسانتیا را وستو دپاره دي مرسته وکړي.

ښاغلي کرزي په یوه بیانیه کي چي پرون د سه شنبې په ورځ خپره شوه وویل چي « دی د طالبانو مشرانو ته ددې دپاره بلنه ورکوي چي د سولي د جریان په اهدافو یې خبر کړي.

هغه وویل چي په دې جریان کي ټول هغه افغانان په نظر کي نیول شوي دي چي د افغانستان د سیاسي پروسې نه وتلي پاته دي او غواړي په خپل هیواد کي په آرامۍ او سوله کي ژوند وکړي.

د افغانستان جمهوررئیس دا هم وویل چي د سولي ددې جریان او د افغانستان او د ټولي سیمي د امنیت او ثبات راوستو په کامیابیدو کي د پاکستان ملاتړ « ډیر مهم او جدي دی. »

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت نطاق ( صدیق صدیقي ) د امریکا غږ اردو خپروني سره په یوه مرکه کي د اسلام آباد نه وغوښتل چي د طالبانو سره په خبرو کي دي مثبت نقش ولوبوي او د هغوي په مشرانو باندي دي چي دا یقین دی په پاکستان کي د اوسیدو پټ ځایونه لري فشار واچوي چي خبرو ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG