د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت ممکن د طالبانو سره د سولې خبرې ودروي


افغان حکومت ممکن د طالبانو سره د سولې خبرې ودروي
افغان حکومت ممکن د طالبانو سره د سولې خبرې ودروي

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وایي چي د طالبانو سره د سولي خبري بې ګټې دي او دا چي د افغانستان د پاره تر ټولو ښه لار د پاکستان سره د خبرو کول دي.

ښاغلي کرزي وویل چي وروسته له هغه چي د طالبانو سره د سولي په خبرو کي دده لوړ پوړی مرکچي پخوانی صدراعظم برهان الدین رباني ووژل سو، اوس دی دا غوره بولي چي د پاکستاني چارواکو سره دا خبري وشي.

د لویدیځ یوې مهمي ورځپاڼي ( وال سټریټ ژورنال ) په خپلي پرونۍ ګڼې کي رپوټ ورکړی دی چي د افغانستان حکومت په نظر کي لري چي د طالبانو سره د سولي د خبرو هلي ځلي وروسته له هغه بندي کړي چي د هغه ملک د سولي د مذاکراتو مرکچي پخوانی جمهوررئیس برهان الدین رباني ووژل سو.

دغي ورځپاڼي د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي د ملي امنیت د سلاکار د یوه مرستیال ( شیدا محمد ابدالی ) له قوله ویلي دي چي حکومت پریکړه کړې ده چي د امریکا، پاکستان او افغانستان د لوړ رتبه چارواکو یوه غونډه فسخ کړي. دا غونډه ددې دپاره رابلل شوې وه چي په هغو لارو چارو باندي بحثونه وکړي چي یاغیان د سولي مذاکراتو ته حاضر سي. ټاکل سوې وه دا غونډه د اکتوبر په ٨ مه وسي.

جمهوررئیس کرزي د چهارشنبې په ورځ د حکومت د لوړ پوړو چارواکو سره وکتل چي د هغه دوه مرستیالان ( محمد قسیم فهیم او محمد کریم خلیلي ) هم په کي شامل وو او بر سیره په دې د پخوانیو مجاهدینو قوماندانانو ته هم بلنه ورکړه سوې وه او هغوي په دې غونډه کي د طالبانو سره د سولي د خبرو په آیندې باندي خبري وکړې.

د غونډي نه وروسته د ښاغلي کرزي دفتر په یوه بیانیه کي وویل چي د طالبانو سره د سولي د خبرو د پاره ددرو کالو هلوځلو سره سره هغوي دیني او قومي مشران، ښځي او ماشومان، لوي او واړه ټول په شهادت رسولی دي.

دښاغلي کرزي دفتر دا هم ویلي دي چي د افغانستان د حکومت د هغو کوششونو سره سره چي د پاکستان سره د اړیکو ښه کیدل غواړي، د پاکستان حکومت داسي کوم اقدام ونه کړ چي په خپله خاوره کي دي د یاغیانو د پټیدو ځایونه له منځه یوسي ، یا دي د تروریستانو د روزني نه لاس واخلي او هغوي ته دي وسلې ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG