د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: آمریکايي ځواکونو ته د افغان قوانینو نه مضونیت په ځینو شرایطو ورکوو


که له یوې خوا په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه د وتلو لپاره چمتوالی نیسي په عین وخت کې د کابل او واشنګټن حکومتونه په یوه دوه اړخیز امنیتي پلان کار کوي چې د همدې تړون له مخې به د امریکا ځيني پوځیان په افغانستان کې د 2014 میلادي کال نه وروسته هم پاتې شي. د امریکا غږ خبریاله شیرون بین د اسلام آباد نه پخپل راپور کښې وایي چې د دې تړون په یوې مهمې مادې باندې دواړه خواوې موافقې ته رسیدلي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وایي که چیرته امریکا د افغانستان قانون، ملي حاکمیت او د افغان ولس ژوند او ملکیت ته په درناوي قایل شي، افغان امنیتي وروزي ، په وسلو یې سمبال کړي او هم د افغانستان د هوایي قلمرو بشپړ کنټرول پخپله افغان حکومت ته ورکړي ‎، نو هغه دیته چمتو دی چې هغو امریکایي ځواکونو ته د قضایي او عدالي تعقیب نه مصؤنیت ورکړي چې د 2014 میلادي کال نه وروسته په افغانستان کې پاتې کیږي. " یو ځل چې امریکا زمونږ سره دا شرطونه ومني، افغانستان دیته چمتو دی چې پدې غور وکړي چې امریکایي ځواکونو ته د قضایي او عدلي تعقیب نه مصؤنیت ورکړي. د افغانستان د ولسمشر په صفت زه دیته چمتو یم چې د افغان ولس نه وغواړم چې زمونږ سره دې دا ومني. "


د افغانستان او امریکا تر منځ د دوه اړخیزه امنیتي تړون په مادو کې د مصؤنیت مسله تر ټولو جدي او حساسه موضع ده. امریکا پدې ټینګار کوي چې که چیرته کوم امریکایي په افغانستان کې کوم جرم کوي نو باید چې د افغانستان پر ځای دې په امریکا کښې محاکمه شي.


امریکا د عراق نه هم د همدغه ډول یو تړون غوښتنه کړې وه خو عراقي چارواکو دا خبره ورسره ونه منله او په همدې خآطر په هغه هیواد کې د امریکا پوځي حضور هم پای ته ورسیده.
اوس چې د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون لپاره د مصؤنیت مسله حل کیدو ته نږدې ده، د افغانستان د امنیتي او سیاسي چارو یو تن کارپوه ادریس رحماني وایي چې مصؤنیت یوازینی مهمه مسله نده بلکه نور ډیر جنجالي مسایل لا تر اوسه ناحله پاتې دي.

ښاغلی رحماني وایي یوه مسله د افغانستان هوایي قلمرو دی چې اوس یې کنټرول د امریکا په لاس کښې ده، بله مسله د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (CIA) په مشرۍ د هغو بې پیلوټه الوتکو بریدونه دي چې امریکا یې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې په تروریستانو کوي او دریمه مسله بیا د امریکا د خاصو ځواکونو لخوا پټ عملیاتونه دي. " دا یوه مسله ده چې ولسمشر کرزي ویلي دي منلو ته یې چمتو ندی، هغه لږ تر لږه تر اوسه دا خبره کوي چې ددې مخه به نیسي. "


ښاغلی رحماني وایي یوه بله مسله احتمال لري دا هم وي چې امریکایي ځواکونو به د هغو پوځي اډو ساتنه څنګه کوي چې دوي پکښې اوسیږي او ایا که چیرته پدې پوځي اډو برید کیږي نو د افغان امنیتي ځواکونو نقش به څه وي.

رپوټ په پای کې وایي چې د افغانستان او امریکا تر منځ ‍د دوه اړخیزه امنیتي تړون پر سره خبرې به ښایي چې څو میاشتې وخت ونیستي تر څو دواړه خواوې د دې تړون په ټولو مادو موافقې ته سره ورسیږي.
XS
SM
MD
LG