د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: که تړون په ټاکلې موده کې ونشي مونږ وزو


د امریکا حکومت د افغانستان د حکومت څخه غواړي چې د روان میلادي کال تر پایه پوري دي د امریکا سره امنیتي تړون لاس لیک کړي که نه نو د ۲۰۱۴ کال په پای کې به د افغانستان څخه ټول امریکايي عسکر ووځي. دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په مشورتي لویې جرګې کې وویل چې د امریکا سره د امنیتي تړون لاس لیکېدل به د افغانستان د جمهوري ریاست د ټولټاکنو وروسته ترسره شي.

ولسمشر کرزي په لویې جرګې کې د خپلې وینا پر مهال وویل چې د امریکا سره تړون به د انتخاباتو وروسته لاس لیک شي چې دې خبرې امریکايي چارواکي حک پک کړل.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني پرون د جمعې په ورځ پر دې ټینګار وکړ چې امنیتي تړون باید د روان کال د ډیسمبر تر میاشتې پوري لاس لیک شي. ،،زمونږ باور دا دی چې افغانستان باید د روان کال تر پایه پوري اقدام وکړي ځکه دا د امریکا او زمونږ د ملګرو دپاره ناشونې او ناممکنه خبره ده چې د امنیتي تړون په غیاب کې د ۲۰۱۴ کال وروسته حضور پلانګذاري وکړو.،،

کرزی: خارجیان باید خوابدي ونوځي

د یادونې وړ ده چې ولسمشر کرزي د جرګې ګډونوالو ته وویل چې په افغانستان کې دي د یو شمیر بهرنیوو ځواکونو د حضور ملاتړ وکړي چې د طالبانو د حملو په مقابل تظمین ترلاسه شي. ولسمشر کرزي داسي وویل ،،د امریکا سره امنیتي تړون به مونږ ته دا فرصت راکړي چې د عبوري بهیر څخه و یوه ثابت بهیر ته مزل وکړو. د هیواد څخه د بهرنیوو قواوو وتل باید یوه خوشحاله پروسه وي. که چیري بهرنیان د افغانستان څخه خفه ووځي نو دا به د افغانستان دپاره ډیره خطرناکه خبره وي. هیله لرم چې زما په خبري مو سر خلاص شوی وي.،،

ولسمشر کرزي وویل چې د امریکا سره د امنیتي تړون ملاتړ کوي خو امریکا هم باید د افغانانو د ژوند احترام وساتي، د افغانستان سره صادق او وفاداره ملګرتیا ولري او د افغانستان قوانینو ته احترام وکړي.

د جمعې په ورځ د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل چې افغان حکومت د امریکا د مهلت اېښودلو سره خوښ نه دی او د تړون لاس لیکېدل به د اپریل د میاشتې د انتخاباتو وروسته ترسره شي.

خو د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې جن ساکي وویل چې د انتخاباتو وروسته د تړون پر لاس لیکېدو باندي امریکا هیڅ غور نه کوي. هغې داسي وویل،،مونږ ډیر واضیح دریځ لرو او نن به یې یوځل بیا تکرار کړو چې دا مهمه ده چې امنیتي تړون هر څومره چې ژر لاس لیکېږي باید لاس لیک شي. یو کال مخکي کله چې مونږ پر ستراتیژیک تړون باندی موافقه وکړه د دواړو خواوو له لوري پر یوه مهلت باندي موافقه وشوه چې هغه مهلت دغه میاشت پوره کېږي. بنا نور ځنډ نه عملي او نه هم ممکن کار دی.،،

د یادونې وړ ده چې د لویې جرګې زیات شمیر ګدونوال د امریکا سره د امنیتي تړون طرفداره دي چې په لړ کې به یې تر ۱۵۰۰۰ زرو پوري د ناټو عسکر په افغانستان کې پاته شي خو د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جاش ایرنیست وویل چې دا مهمه ده چې د روان کال تر پایه پوري امنیتي تړون لاس لیک شي ترڅو اوږدمهاله پلانګذاري ترسره شي. نوموړي زیاته کړه چې امریکا تر اوسه پوري خپل نهايي تصمیم نه دی نیولی چې په افغانستان کې خپلې قواووې پرېږدي او که نه؟
XS
SM
MD
LG