د لاس رسي وړ اتصالات

د واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي چې کرزی ولي د امریکا څخه په عذاب شوی دی. ورځپاڼه لیکي چې د امریکا پوځونو د ولسمشر کرزي د حکومت دپاره لس کاله جګړه وکړه او خپل ځانونه یې د لاسه ورکړل چې د ښاغلي کرزي نه دفاع وکړي خو تیره اونۍ هغه د امریکا ددفاع د وزیر سره دلیدو کاتو پر مهال غوښتنه وکړه چې امریکايي ځواکونو دي نور د هغه دپاره جګړه نه کوي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼه د ولسمشر کرزي له قوله لیکي چې وايي هیواد یې دې ته چمتو دی چې په ټول هیواد کې امنیتي مسولیتونه په بشپړه توګه په غاړه واخلي.

ورځپاڼه لیکي چې د ولسمشر کرزي د بیانیې څخه داسي معلومیږي چې هغه د امریکايي ځواکونو د تیروتنو په خاطر په غوصه شوی دی. ددغو ځواکونو وروستۍ تیروتنه دا وه چې تیره اونۍ یې د کندهار د پنځوايی په ولسوالۍ کې ۱۶ بې ګناه افغانان ووژل. ولسمشر کرزي د جمعې په ورځ وویل چې هغه نور په دې خاطر چې د امریکا پوځ دغه موضوع څه ډول اداره کړه، بې حوصلې شوې دی.

خو ورځپاڼه لیکي چې د هغه غوصه پر امریکايانو نه ده، هغه امریکایان چې قوت او پیسي یې د کرزي و بقا ته حیاتي دي ، ولسمشر له دینه چې د هغوي چال چلند څه ډول کنټرول کړي ستومانه شوی دی. د ولسمشر غبرګون د یوې لسیزې دپاره د یوه هیواد د رهبري کولو سره هم تړاو لري.

ورځپاڼه لیکي چې کرزی د څه شي په هکله فکر کوي؟ کله چې هغه خبري کوي نو امریکايان د څه شی د اوریدو تمه باید وکړي؟

ورځپاڼه لیکي چې په تیرو څو میاشتو کې یې د ولسمشر کرزي د اوسنیوو او پخوانیوو سلاکارانو سره په دې هلکه چې ولسمشر کرزی په افغانستان کې د امریکا د حضور په باب څه فکر لري، خبري کړي دي. هغوي وايي چې د ولسمشر کرزي شخصیت او سیاسي افکار اوس په بنسټیزه توګه د امریکا د دریځ پر خلاف دي. ورځپاڼه لیکي چې د ولسمشر کرزي بیانیې لکه څنګه چې ځیني امریکايي چارواکي یې بیانوي یواځي د افغانستان کورني سیاست ته متوجې نه دي چې خلګو ته دا وښيي چې هغه د امریکا لاس پوڅی نه دی بلکې د هغو نارضاتیوو سره تړاو لري چې په هیواد کې یې د روان تاوتریخوالي او هغه شک له کبله را پیدا شوي دي چې په افغانستان کې د امریکا د اهدافو په اړه دي.

ورځپاڼه لیکي چې د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې ولسمشر کرزی په دوامداره توګه په دې باور و چې امریکايي ځواکونه د حل لارو پر ځای ستونزې پیدا کوي. په دې ورستیو کې د امریکا د پوځ غټو تیروتنو چې په کښي پر مړو باندي د بولو مسله، د قرآن شریف د سوځولو مسله او د پنځوايی د قتل عام مسله شاملې وې، د کرزي د هغه ادعا ملاتړ وکړ چې وايي د امریکا د یاغي ګرۍ ضد تګلاره کار نه ورکوي.

ورځپاڼه لیکي چې د هغه وروستۍ غوښتنه چې ناټو دي په افغان کلیوو او باڼدو کې نور نه اوسیږي او غټو نظامي مرکزونو ته دي بیرته ستانه شي، د غوښتنو د هغه لست وروسته کېږي چې په کښي یې د ناټو د هوايي بمباریو بندیدل، د شپې د خوا د عملیاتو دریدل، د شخصي کمپنیوو او ولایتي بیارغونې د ټیمونو لغوه کول او د امریکايي زندانونو د بندیدلو مسلې شامله وې.

ورځپاڼه لیکي چې د ولسمشر کرزي افکار هموغمره پخوانۍ رېښې لري لکه اوسنۍ جګړه چې یې لري خو د امریکا سره د هغه مخالفت د ۲۰۰۹ کال په دویم ځلي انتخاباتو کې پیل شو. دا یوه داسي دوره وه چې یو داسي زخم یې رامنځ ته کړ چې هیڅکله بیرته جوړ نشو.

د ارګ د ځینوو سلاکارانو په وینا ولسمشر کرزی په دې متیقین شو چې د جمهور ریْس اوباما حکومت په فعاله توګه هڅه کوله چې هغه په ټولټاکنو کې ماته وخوري، خو بیا هم ولسمشر کرزي انتخابات وګټل . وروسته چې بیا امریکا د هغه په حکومت کې د اداري فساد پر ضد پر مبارزې باندي تمرکز وکړ، هغه دې مبارزې ته د هغه د بې اعتباره کولو د یوې بلې هڅې په سترګه وکتل.

ورځپاڼه لیکي چې کله به د کرزي سلاکارانو هغه ته داسي مشورې ورکړی چې د امریکا په ګټه به وې نو هغه به وویل چې دا د ژړې ودانۍ اغیزه ده--- د ژړې ودانۍ نه یې هدف په کابل کې د امریکا سفارت و.

ورځپاڼه د ولسمشر کرزي د یوه پخواني سلاکار له قوله لیکي چې ولسمشر کرزي د ځانه سره فکر وکړ چې اوس به امریکا په هماغه ډول په عذاب کړي چې دی یې په عذاب کړی و. هغه د ځان سره پر درو څلورو مسلو باندي فکر وکړ چې په لړ کې یې کولای شوای چې پر امریکا باندي فشار راولي. لومړۍ د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې مسله وه، دویمه د بندیخانو مسله وه، دریمه د خصوصي امنیتي کمپنیو مسله وه او څلورمه هم د شپې د خوا د عملیاتو مسله وه.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د تایید نه څوکاله مخکي افغان ولسمشر کرزي او د هغه حکومت دا ویل چې طالبان په پاکستان کې پټنځایونه او ځالې لري. د امریکا انکار چې د ترهګرۍ سره په هغو سیمه کې مبارزه وکړي چیري چې رېښې لري، د دې سبب شو چې افغان چارواکي په افغانستان کې د امریکا د پټو اهدافو په هکله شکمن شي— د امریکايي چارواکو له قوله چې د هغه سره یې له نږدې نه کار کړی دی، په دې شکونو کې دا شک هم موجود و چې امریکا غواړي په افغانستان کې ستونزو ته لمن ووهي چې په دغه هیواد کې د دایمي پاته کیدو دپاره لاره هواره کړي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر کرزی هیڅکله هم د جګړې پلوی نه دی پاته شوی. هغه په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشر اوباما د پریکړې په هکله شک او تردید درلودی چې افغانستان ته یې ۳۰ زره اضافي عسکر راولېږل. په ارګ کې د ولسمشر کرزي سلاکاران وايي چې هغه یو ډیر سوله دوست طبعیت لري او د ورځنیزو پوځي عملیاتو سره لږ علاقه لري. ځیني وخت په خپل هفته ایزه د ملي امنیت د شورا په غونډه کې د نظامي عملیاتو او تازه معلوماتو پرځای سیاسي او سیمه ایزو مسلو ته زیاته پاملرنه کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د هغه په دفتر کې اوس هم د اعدام د احکامو یوه لویه دوسیه پرته ده چې د هغه د لاس لیکیدو دپاره معطله دي. ورځپاڼه د یوه پخواني سلاکار له قوله لیکي چې هر ماپښین هغه ته یو راپور راځي چې په کښي د طالبانو، د افغان ملکیانو او ایتلاف د ځواکونو د تلفاتو یادونه شوې وي. هغه ددغه راپور څخه کرکه لري. ورځپاڼه لیکي چې د مرک په هکله د ولسمشر کرزي ذهنیت د یوه جنرال او ددفاع د وزیر په پرتله توپیر لري. هغه نه غواړي چې دا واوري چې یو څوک وژل شوی دی حتی که هغه طالب هم وي. هغه فکر کوي چې طالب هم د یوې افغانې کورنۍ غړی و. هغه طبیعتاْ د داسي مسایلو طرفداره نه دی.

ورځباڼه لیکي چې په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د واشنګتن پوست د ورځپاڼې سره د یوې مرکې پر مهال کله چې د ښاغلي کرزي څخه وپوښتل شول چې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې د بمبارۍ په هلکه څه فکر کوي، نو هغه په ځواب کې وویل چې هغه د پوځي چارو پلوی نه دی. د هغه وسلې نه خوښیږي نه یې الوتکې خوښېږي. هغه زیاته کړه چې هغه یو داسي کس دی چې تششد نه خوښوي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې داسي نه ښکاري چې کرزی دي غواړي چې امریکا په بشپړه توګه د افغانستان څخه ووځي ، خو د اوسنۍ تګلارې نه په دوامداره توګه د هغه مخالفت کولای شي چې دغه وتل لا پسي چټک کړي. وروسته به بیا د ولسمشر کرزي هغه ادعا امتحان شي چې وايي هیواد یې دې ته چمتو دی چې د خپل ځانه دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG