د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررییسانو کرزي او زرداري د ترانزیت په موافقي خوښي وښوده


جمهوررییسانو کرزي او زرداري د ترانزیت په موافقي خوښي وښوده
جمهوررییسانو کرزي او زرداري د ترانزیت په موافقي خوښي وښوده

امریکا د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي اودهغه پاکستانی انډول اصف علی زرداری ددې اعلان هرکلی وکړچې وائې، ددغو دواړو هیوادونو ترمنځ دجون ددولسمی نیټی ټرانزیټی موافقه په بشپړ توګه عملی کوی.

د بهرنیوچارو وزارت پرون د دوشنبی په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، دغه اعلان د پرمختګ، سوکالی او سولی په باره کې د ګډ نظر یوه مشخصه څرګندونه ده چې دواړه جمهوررئیسان ئې شریکوی. په اعلامیه کې راغلی دی چې دغه موافقه به دسیمی په ثبات کې پوره ونډه ولري.

اعلامیه وائې، په بشپړه توګه ددغې موافقی عملی کول به ددغو دواړو هیوادونو ترمنځ دټرانسپورټ قیمت او ځنډ پوره راکم کړی او دسیمی لپاره به یوه نمونه شی.

اعلامیه زیاتوی چې دغه موافقه د دواړو هیوادونو په سرحدونو کې قاچاق پوره کم کړی او له مشروع تجارت نه به دحکومت مالیه زیاته شی.

دواړو هیوادونو لا پخوا علاقه څرګنده کړیده چې دخبرو له لاری به په سیمه کې دنورو علاقه لرونکو هیوادونوسره دغې موافقی ته پراختیا ورکړی.

دافغانستان او پاکستان ترمنځ دټرانزېټ موافقه دکلونو کلونو خبرونه وروسته وشوه او د ١٩٦٥ م کال دزړی موافقی ځای ئې ونیو. دبهرنیو چارو وزارت وائې، ددغې موافقی بشپړ عملی کول ددواړو هیوادونو هغه وعده څرګندوی چې غواړی په ګډه په تخنیکی او سیاسی ستونزو باندی غلبه اومومی.

XS
SM
MD
LG