د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی به په واشنګټن کې د امریکايي چارواکو سره د پخلاینې د پروسې په اړه خبرې وکړي


جمهور ریس اوباما او جمهور ریس کرزی به د جمعې په ورځ سره وګوري. د رایټرز خبرې آژانس وايي چې هغوی به په افغانستان کې د 2014 کال نه ورسته د امریکايي ځواکونو د حضور او د افغانستان د پوځ د روزنې په اړه خبرې وکړي. خو تر نورو موضوعاتو به تر ټولو حساسه د طالبانو سره د سولې موضوع وي.

په افغانستان کې د لسو میاشتو ابتدایې خبرو اترو نه ورسته، د طالبانو سره د پخلاینې په برخې کې يو څه پرمختګ شوی دی چې څه ناڅه هیلې پیدا کړي دي چې د افغانستان لانجه به د خبرو اترو له لارې حل شي.

داسي نښې نښانې هم لیدل کیږي چې پاکستان چې د ډیرې مودې راهیسي افغان او امریکايي چارواکو ورباندې تور لګوی چې په افغانستان کې مداخله کوي او د یاغیانو ملاټر کوي، اوس یې په خپلو پالیسو کې یې تغیر راوړی دی او غواړي چې په افغانستان کې ثبات راشي. دغه خبره د افغانستان او پاکستان لوړرتبه چارواکو کړې ده.

همداراز څه موده مخکې د طالبانو استازو په پاریس کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د غړو سره ولیدل.

ځینو امریکايي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخستل شي ویلي دي چې دغه انکشافات بیا هیلې پيدا کړي دي – خو هغوی دا هم ویلي دي چې اوس هم د خبرو اترو د پیلیدو په لارې کې ځینې خنډونه سته.

د رایټرز د خبرې آژانس وايي تمه ده چې اوباما به په کرزې فشار راوړي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو سره موافقه وکړي. کرزي بیا دغې هڅې ته دومره خوشبینه نه دی او ویره لري چې دغه به په مذاکراتو کې د هغه د حکومت موقف کمزوره کړي.

بل پلو ته د ناټو سازمان وايي چې د هلمند په ولایت کې یو بریتانوي عسکر وژل شوی دی. د ناټو ویاند، ډګرجنرال ګنټر کېټز وايي چې د هلمند په ولایت کې د دوشنبې په ورځ یو مشکوک افغان عسکر د خپل ټوپک خوله د نړیوالو ځواکونو خوا ته واړوله او ډزې یې وکړي. جنرال کېټز وايي چې په پيښې کې بریدکوونکی وژل شوی دی.

ځايي چارواکي وايی چې یو شمیر بریتانوي عسکر بیا په دغه پیښې کې ټپیان شوي دي.

طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. د طالبانو یو ویاند غربي رسنیو ته په یو بریښنا لیک کې ویلي دي چې برید د دوی د یوه وسله وال لخوا چې په افغان پوځ کې یې نفوذ کړی و شوی دی.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايی چې د دوشنبې د ورځې دغه برید د داخلي انفرادي بریدونو په لړ کې ورستی برید دی چې کیږي. په افغانستان کې د دغه ډول بریدونو شمیر زیات شوی دی او د 2012 کال په جریان کې په دغو بریدونو کې 60 خارجي عسکر وژل شوي دی.

دغه برید په داسي وخت کې شوی دی چې جمهور ریس کرزی په واشنګټن کې دی او د امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره تیاري نیسي. هغه به د جمعې په ورځ د امریکا د جمهور ریس بارک اوباما سره وګوري او د دواړو ملکونو ترمنځ به د امنیتي تړون په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان نه د امریکايي او نړیوالو ځواکونو وتل، په افغانستان کې د امنیتي حالت په اړه یو لړ اندیښنې پیدا کړي دي. ټاکل شوي ده چې د ناټو قواوي به د افغانستان نه د 2014 کال تر پایه پورې ووځي. په افغانستان کې به د 2014 کال نه ورسته یو شمیر امریکايي ځواکونه پاته شي خو د امریکايي عسکر د پاته کیدو په اړه جزییات نور کار ته ضروت شته.
XS
SM
MD
LG