د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی وايي د هغې غونډې ملاټر کوي چې په پاریس کې جوړیږي او د طالبانو استازي پکښې ګډون کوي. هغه ویلي دي چې د هغو غونډو ملاټر به وکړي چې هدف یې په افغانستان کې د سولې راوستل وي.


ولسمشر کرزی وايي د هغې غونډې ملاټر کوي چې په پاریس کې جوړیږي او د طالبانو
استازي پکښې ګډون کوي. هغه ویلي دي چې د هغو غونډو ملاټر به وکړي چې هدف یې په افغانستان کې د سولې راوستل وي.

هغه دغه خبرې د جرمني د ولسمشر سره په ګډ خبرې کنفرانس کې کړې دې. په دغه کنفرانس کې د جرمني ولسمشر یواخیم ګاوک ((Joachim Gauck)) ژمنه کړي چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو نه ورسته به د افغانستان سره نړیوالي مرستې آدامه پیدا کړي.

هغه په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي سره د غونډې نه ورسته خبریالانو ته وویل ((د 2014 کال نه ورسته به موږ د افغانستان د امنیتي سیستم او پوځ د جوړلو څرګند ملاټر وکړو.))

د جرمني ولسمشر زیاته کړه چې جرمني به د افغان پوځ او ملکي ادارو د روزنې په برخې کې کار وکړي او په افغانستان کې به د دیموکراسي په پلي کیدو کې مرسته وکړي.

د ولسمشر کرزي او د جرمني د ولسمشر یواخیم ګاوک د خبرې کنفرانس په اړه د بهارت صابر راپور دلته واوری:

XS
SM
MD
LG