د لاس رسي وړ اتصالات

د کشمیر په اړه د ټرمپ د دریځ هرکلی شوی


د کشمیر په اړه د ټرمپ د دریځ هرکلی شوی
د کشمیر په اړه د ټرمپ د دریځ هرکلی شوی

د پاکستان د ولکې لاندې کشمیر مشرانو د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ هغه هڅې ستایلې دي چې غواړي د پاکستان او هند ترمنځ کړکیچ کم شي.

د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر ولسمشر سردار مسعود خان د ښاغلی ټرمپ له لوري د پاکستان او هند ترمنځ د تشنج د راکمولو هڅې ستایلي دي.

هغه همدغه راز خبرداری یې ورکړیدی چې د هند د ولکې لاندې کشمیر کې به د ګرځبندیز له کبله انساني ناروین رامنځته شي.

سردار مسعود خان دغه څرگندونې په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته د هغې نه وروسته کړیدي چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان او هند مشرانو ته تیلفون وکړ او د کشمیر په اړه یې ورسره خبرې وکړی.

د سپینې ماڼۍ ویاند وایي چې ولسمشر ټرمپ په دواړو خواو غږ وکړ چې د زغم نه کار واخلي. مسعود خان په هند تور ولگاوه چې په پاکستاني کشمیر په ډزو کې یې ٣٥ ملکیان وژلې او په لسگونو یې زخمي کړیدي.

د هند او پاکستان د هغې نه وروسته اړیکې خرابې شویدي چې صدراعظم مودي د کشمیر د ځانگړي حیثیت د ختمولو اعلان وکړ او په هغه سیمه کې یې ګرځبندیز ولگوه.

هند بیا وایي چې د باره مولا په سیمې کې یې په عملیاتو کې ترهگر وژلې دي چې د کشمیر د ځانگړې حیثیت د ختمیدو وروسته یې فعالیتونه پیل کړي وو.

XS
SM
MD
LG