د لاس رسي وړ اتصالات

په کشمیر کې د سترو مظاهرو غوښتنه شویده


په کشمیر کې د سترو مظاهرو غوښتنه شویده
په کشمیر کې د سترو مظاهرو غوښتنه شویده

په هندی کشمیر کی د سیاسي او مذهبي ډلو یوه اتحاد د یوې مظاهرې د رابللو غوښتنه کړې ده چي د یوه مهم مسلمان ملا د وژل کیدو له کبله احتجاج وکړي.

نن د شنبې په ورځ د هیمالیا د غرونو په دې سیمه کي تجارتي مؤسسې او ښوونځي تړل شوي وواو پولیس او ملیشه قواوي په کی ځای په ځای شوي وې.

چارواکي وایي چي مولوي شوکت احمد شاه د کشمیر په لوي ښار سرینګر کي د مسجد په لور روان و چي خلکو ته لمونځ ورکړي، خو بم ورته وچول سو. پولیسو وویل چی دا بم به شاید په کوم بایسکل پوری تړل سوی و.

مولوی شوکت احمد شاه د جمعیت اهل حدیث د مذهبي ډلي مشر او یو معتدل بیلتون غوښتونکی و چي د ( جمو او کشمیر د آزادۍ د جبهې ) سره یې نژدې اړیکي درلودې.

ددې حملې په باب سمدستي چا څه نه دي ویلی چي چا کړې ده، مګر په هغه باندي پخوا هم د یاغیانو له خوا حملې سوی وې.

XS
SM
MD
LG