د لاس رسي وړ اتصالات

نن د شنبې په ورځ په هندی کشمیر کې په زرگونو خلک د هغه ملک په لوی ښار سرینگر کی لارو کوڅو ته راووتل او شعارونه یې ورکول چی « موږ آزادي غواړو. » هغوی د امنیتي قیوداتو مراعات ونه کړ او د یوه تنکي ځوان د وژل کیدو له کبله یې احتجاجي مظاهره وکړه.

١٧ کلن طفیل احمد ماټو پرون د مظاهره چیانو او هندي پولیسو تر منځ په شخړو کی ووژل سو. عیني شاهدان وایي چی هغه روغتون ته ورسول سو، مگر هلته مړ سو.

پولیسو وویل چی دوی ددې پېښی تحقیقات کوي. محلي اوسیدونکي وایی چی پولیسو هغه وهلی ډبولی دی.

د کشمیر بیلتون غوښتونکي مسلمانان د تقریبا شلو کالو راپدې خوا د هند نه د خپلواکۍ اخیستو یا د پاکستان سره د یوځای کیدو غوښتني کوي.

XS
SM
MD
LG