د لاس رسي وړ اتصالات

د هندي کشمیر په احتجاجونو کې ۴ تنه وژل شوي


مقامات وائې، امنیتی قواو په هندی کشمیر کې په احتجاج کونکو باندی چې تیږی ئې گوزارولی ، ډزی وکړی. په دغو ډزوکې څلورتنه ووژل شول .دا وروستی تاوتریخوالی دی چې دغه جنجالی سیمه ئې ځپلی ده .

دڅو هفتو په مظاهرو کې چې دهند ضد مسلمان جدائې غوښتونکی کړیدی، پرون دسه شنبی په ورځ دمړو شمیر شپاړسو تنو ته ورجگ شو.

پرون دسه شنبی په ورځ مظاهره کونکو په گرځیدوباندی دلگیدلی بندیز پروا ونه کړه اولاروکوڅو ته را ووتل او دا شعارونه ئې ورکول چې موږ آزادی غواړو. دغه نوی احتجاجونه هغه وخت پیل شول چې د یو مظاهره کونکی مړی په یوه وله کې پیدا شو.دسیمی اوسیدونکی وائې، دا مظاهره چې د دوشنبی په ورځ په وله کې ډوب شو چې امنیتی قواو ورپسی منډی وهلی.

پولیسو وویل، پرون دسه شنبی په ورځ بیلابیلی مظاهره شوی وی اوپه وژل شویو څلورو کسانو کې یوه ښځه هم وه .په دغو مظاهرو کې لږ ترلږه اویا تنه زخمیان شویدی. وروسته بیا دهند پوځ ځای په ځای شو چې په سرینگر او نورو سیمو کې په گرځیدو راگرځیدو باندی لگیدلی بندیز عملی .

دجدائې غوښتونکو لوړرتبه مشر ( میروائز عمر فاروق ) چې دسه شنبی دورځی دمظاهری مشری ئې کوله ، وویل، مظاهری او ملکی بی اطاعتی به ترهغې پوری دوام کوی ترڅو چې دهند امنیتی قواوی دخلکونه دډکو سیمونه نوی وتلی.

XS
SM
MD
LG