د لاس رسي وړ اتصالات

د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې تاوتریخوالی تر اوسه هم ندی آرام شوی


نن په هندي کشمیر کی یوه ورځ وروسته له هغه چی پولیسو په مظاهرو کي لږترلږه درې کسه ووژل او ٧٥ تنه یې زخمیان کړل، دغي سیمی ته نور پولیس او ملیشه عسکر استول شوي دي چی په گرځیدو راگرځیدو باندي لگولی بندیز نافذ کړي.

عیني شاهدان او پولیس وایی چی په دغو خلکو باندي پرون د جمعې په ورځ د

( سوپور ) او ( پټان ) په ښارگوټو کي هغه وخت ډزي وشوې چی په احتجاجی مظاهرو راوتلي وو. په دې مظاهرو کی چی د هندي کشمیر په ټولو سیمو کي وشوې په لسگونو خلک زخمي شوي هم دي.

په سرینگر کي نن سهار وختي پولیسو په هغو مظاهره چیانو باندي ډزي وکړې چی هغوی یې په ډبرو ویشتل، لږتر لږه دوه کسه یې په کي زخمي کړل چی د یوه حال سخت و.

دولتي مقاماتو امر کړي چی د هغو ١٧ تنو په باب دي قضایي تحقیقات وسي چی په تیره یوه میاشت کي د امنیتي قواو سره د نښتو په وخت وژل شوي دي. د جمعې د ورځي مړي که پر زیات شي نو دا شمیر شلو تنو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG