د لاس رسي وړ اتصالات

رسل: امریکایي میرمنې د افغان میرمنو په بریاو ویاړي


د امریکا د بهرنو چارو وزارت د ښه نیت سفېره وايی امریکايي میرمنې د افغان میرمنو ملاتړ کوي او د دوې په مبارزې کې ځان شریک گڼي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت د ښه نیت سفېره کاترین رسل وايی امریکايي میرمنې د افغان میرمنو ملاتړ کوي او د دوې په مبارزې کې ځان شریک گڼي.

په نړیوالو چارو کې د ښځو د حقوقو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ښه نیت سفیره او ځانگړې استازې کاترین رسل د اشنا تلویزون سره مرکه کړې ده. نوموړې د امریکا غږ د همکارې نجیبې خلیل سره په افغانستان کې د لویدېځو هیوادونو له ښکیلتیا او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان میرمنو د مدني پرمختگ لاسته راوړنو، سیاسي مشارکت، راتلونکو ستونزو او د لاسته راوړنو په ساتلو په هکله خبرې کړې دي.

میرمن رسل ددې پوښتنې په ځواب کې چې د ٢٠١۴ کال نه وروسته امریکا د افغانو ښځو لپاره کوم ځانگړی پروگرام لري وویل "امریکا یوه ژمنه کړې چې ډیرې زیاتې پیسې په یوې تشویقي پروگرام باندې ولگوي چې د یو اس ایډ یوه برخه ده. مونږه په راتلونکي پنځو کلونو کې دننه د ٢٠٠ میلیونه ډالرو ژمنه کړې چې په هیواد کې د هغو ښځو سره مرسته کوي چې د سیاسي او اقتصادي اړخه فعالې دي او دا هغو افغانو ښځو ته د مرستو د دوام لاره بولو چې زښت زیاد پرمختگ ېې کړی دی."

Russel
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:50 0:00
XS
SM
MD
LG