د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کترینا د توپان پنځه کاله پوره شول


د امریکا د کترینا د توپان پنځه کاله پوره شول

د امریکا د کترینا د توپان پنځه کاله پوره شول

د کترینا په نامه طوفان د دوه زره پنځم کال داگسټ په ٢٩ مه د لوزیانا د نیو اورلینز سیمی وځپلې. ١٨٠٠ کسان یې ووژل.

دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بد طبیعی افت و.

لږوروسته د دوه زره پنځم کال داگسټ په ٢٥مه د فلوریدا دایالت جنوبی ساحل ته را ورسید نو پدی وخت کې په لومړی درجه طوفان باندی بدل شو او مخکی له دې نه چې د دوه زره پنځم کال د اگست په ٢٩ مه د خلیج ساحې وځپي د کترینا طوفان ډیر قوی شوی و.

د نیو اورلینز د سیمې له تباهئ نه علاوه، کترینا د میسیسیپی، الاباما ساحلي سیمو او همدغه راز د لویزیانا نورو سیمو ته سخت زیان اړولی و.

د دوه زره پنځم کال داگست په ٢٨مه دنیواورلینز ښاروال (ری نگین ) امر وکړ چې په زور دی خلک له ښار نه وویستل شی نو د لږ وخت لپاره کترینا په پنځمه درجه طوفان بدل شوی و او د هوا پیژندنې ملي ادارې پیشگوي کړی وه چې دغې سیمې ته تباه کونکي تاوانونه اوړي. مگر اټکل کیږی چې یوسلو پنځوس زرو کسانو یا نه غوښتل چې ولاړشی یا ئې دتگ لپاره منابعې نه لرلی، په دغه امرباندی غوږونه کاڼه کړل او له خپلو ځایونو نه ونه خوځیدل.

ددغه طوفان سره سخت باد ملگری و چې په یوساعت کې ئې سرعت یو سلو پنځه څلویښت میلوته رسیده چې دبریښنا مزی یې وشلول، کورونه ئې ویجاړ کړل او موټری ئې واړولی.

کترینا دمیسیسیپی دخلیج په اوږدو کې دبی ساری طوفان سبب شو. دغه طوفان دومره زیات و چې هغه بندونه ئې یووړل چې نیو اورلینز ئې له پور چارتیر له خلیج او دمیسیسیپی له سیند نه ژغوره.

نیو اورلینز دبحر له سطحی نه شپږ فوټه ټیټ واقع دی. ډیر ژر اتیا فیصد ښار له اوبونه ډک شو چې دډیرو کورونو او وړو ودانیو بامونو ته وختلی.

په لسگونو زرو کسانو دنیو اورلینز په کانوینشن مرکز او دلوزییانا په سپورډوم کې پناه اخیستی وه. په دغو دواړو ځایونو کې وضع خرابه شوه ځکه چې خواړه او دڅکلو پاکی او به مخ په کمیدووی اوحال غیر صحی شول.

ناامیدی ډیره زیاته شوه په داسی حال کې چې دبشپړ مرستو پیل کیدو دوه ورځی وخت ونیو .

په عینی وخت کې بند پاتی اوسیدونکو له گرمی، لوږی او د درملو دنه موجودیت نه کړاو وگاله . دتالان، دبی عفته کیدو او حتئ دوژلو رپوټونه ورکړل شول. په داسی حال کې چې خبری اژانسونو نړۍ ته ددغه تباهی شوی ښار دصحنی رپوټونه ورکړل نو دا څرگنده شوه چې اکثره قربانیان افریقاالاصله امریکایان او بی وزلی کسان وو .

دعوامو ترمنځ په امریکا کې دنژادی مساواتو په باره کې پوښتنی راپورته شوی . په فدرالی حکومت او په پخوانی جمهوررئیس جورج ډبلیو بوش باندی انتقادونه وشول چې ددغې تباهی په باره کې په ورو عکس العمل وښود . دعاجلو مرستو درسولو دفدرالی اداری رئیس مائکل برون په داسی وخت کې استعفئ وکړه چې پدی باره کې جنجال روان و.

بالاخره د دوه زره پنځم کال دسیپټمبر په لومړی نیټه په لسگونو زره کسان له ویجاړ شوی سوپرډوم او کانوینشنل مرکزنه دټکساس کې دهیوسټن اسټروډم ته انتقال شول او بل امرورکړل شو چې په زور سره دی ښار له خلکونه خالی شی .

په بله ورځ نظامی قطعات او ملی گارډ دمواد سره راورسید چې گډوډې ته خاتمه ورکړی. دمړو په راټولو او دهغوی دهویت په معلومولو پیل وشو. له طوفان نه اته ورځی وروسته دسیپټمبر په شپږمه ورځ پوځی انجینرانو دنیو اورلینز دبندونو په سستم کې دری مهم سوری په موقت ډول بند کړل او له ښار نه ئې داوبو په پمپ کولو پیل وکړ.

په عمومی توگه داسی گمان کیده چې په دغه طوفان کې دیارلسوه تنه مړه شوی وو اوخصوصي شتمنی او دولتی بنیادی کارونو ته تریوسلو پځنوس میلیاردو ډالرو پوری تاوان رسیدلی وو.

داسې اټکل کیده چې بیمې به ددغو پیسو یوازې څلویښت میلیارده ډالر ورکړي.

ددغه طوفان له کبله یو میلون کسان بی کوره شوی وو چې دستر انفلاسیو نه راپدی خوا په امریکا کې داسی پدیده نه وه لیدل شوی.

ددغه طوفان په نتیجه کې څلورسوه زرو کسانو خپلی وظیفی دلاسه ورکړی وی . حتئ دبنلگه دیش او سریلنکا په شان نیسمنو هیوادونو دنړۍ له گوټ گوټ نه دمرستی پیشنهادونه وکړل.

یوازې امریکا یانو شپږسوه میلونه ډالر مرسته کړی وه چې دا ټوله دشخصی بسپنه ورکونکو له خواشوی وه.

دغه طوفان په میسیسیپی، الاباما، جورجیا، پنسلوانیا او ویرجینیاکې شپږ دیرش طوفانی بوړبوړ کی پیدا کړي وې.

پخوانی جمهوررئیس جورج ډبلیو بوش د سپتمبرشپاړسمه د کترینا د طوفان د قربانیانو لپاره د یادونې ملي ورځ اعلان کړې وه.

XS
SM
MD
LG