د لاس رسي وړ اتصالات

راین کراکر وايي د کابل بریدونه د حقانې د شبکې کار دی


په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر، په افغانستان کې د هم مهالو بریدونو په اړه وویل چې په دې کې هیڅ شک نشته چې دا بریدونه د حقاني د شبکې له خوا تر سره شوی دي. دحقاني شبکه ددې اونۍ د رڼاورځې د بریدونو ترشا لاس درلود.

په کابل کې دامریکا سفیر راین کراکر وویل چی د ټولو بریدونو پلانونه همدلته د حقانې په لاس جوړیږي. هغه زیاته کړه چې دا ترورستي شبکه د افغانستان، پاکستان او امریکا دپاره لوي گواښ گڼل کیږي او پاکستان باید ددې په وړاندې په کلکه ودریږي او دهغوي دخوندی ځایونو پر خلاف سخت اقدامات وکړي.

د حقاني د شبکې دمشرانو مرکز د پاکستان په میرانشاه کې موقعیت لري

داسوشتېدپریس خبري اژانس ليکي چې تراوسه پوري د امریکا کوم چارواکي دومره سختې تبصری په دې برخه کې نه وې کړي. هغه د افغانستان د تازه بریدونو پړه دحقاني پرشبکه او ېوې بلی ډلی باندي چې په پاکستان کې دېره ده او له طالبانو او القاعده سره تړاو لري ور واچوله. دغه شبکه دامریکا د چارواکو له خوانه دېوې خطرناکې شبکی په نامه بلل شوې ده.

دتېری یکشنبی په ورځ هم مهال بریدونه وشول او دپایتخت دریې سیمې په نښه شوې. همدغه شان په په درې نورو ښارونو کې هم بریدونه وشول. په دغو بریدونو کې اته پولیسان او دری ملکیان ووژل شول. افغان چارواکي وايي چې دغو بریدونو 18 ساعته دوام وکړ او 36 افراطیانو پکښي لاس درلود.

سفیر راین کراکر وویل چې ،،موږ په دې پوهېږو چې دا شبکه چېرته ده . مشران ېې چېرته اوسېږی او موږ په دې هم پوهېږی چې دا پلانونه چېرته جوړېږی،،.

XS
SM
MD
LG