د لاس رسي وړ اتصالات

قزاقستان پر واک د نظربایوف د پاتې کیدو ټولپوښتنه کوي


قزاقستان پر واک د نظربایوف د پاتې کیدو ټولپوښتنه کوي
قزاقستان پر واک د نظربایوف د پاتې کیدو ټولپوښتنه کوي

د قزاقستان پارلمان د کال ٢٠٢٠ میلادی پورې د جمهور رئیس نور سلطان نظربایوف دقدرت د مودې د اوږدولو لپاره د یوې ټول پوښتنې (رېفرېنډم) د رابللو ملاتړ کړی دی.

د قزاقستان ولسي جرگې نن د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جمهور رئیس به بې له دې نه چې په ٢٠١٢ کال کې انتخابات وشي د ٢٠٢٠ میلادي کال پوری به په قدرت کې پاتې وي. خو د جمهور رئیس نظربایوف دفتر لا تراوسه پورې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د قزاقستان جمهور رئیس چی ٧٠ کلن دی په خپل هېواد باندې د تېرو شلو کلونو نه حکومت کوي. کله چې پخوانی شوروي اتحاد ړنگ شو نو هغه د قدرت واگې ونیولې. څرنگه چې په ولسي جرگه کې د هغه ټول خپل ملاتړ کوونکوي ناست دي نو د ملاتړ په هکله یې هېڅ ډول شک او تردید نه دی موجود، دمخالف گوند یو غړی هم په ولسي جرگې کی نه شته.

ناقدین وايې چې نظربایوف ډیموکراسي کمزورې کړې ده خو ملگري یې وايې چې د هغه تر مشرۍ لاندې قزاقستان د اقتصاد او انرژۍ په ډگرونو کې ډېر پرمختگ وکړ.

XS
SM
MD
LG