د قزاقستان جمهوررئیس نورسلطان نظربایوف په تروریستانو باندي ملامتي اچولې چي د چین سره په سرحدي سیمه کي یې د محافظانو په یوې پوستې باندي په حمله کي لږترلږه ١٥ کسه وژلي دي.
هغه پرون د جمعې په ورځ وویل چي دی دا وروستۍ حمله د تروریستانو کار بولي چي کیدای شي دداخلي شخړو په نتیجه کي شوې وي. هغه په دې اړه د چا نوم وانه خیست.
چارواکي وایي چي لږترلږه ١۴ سرحدي محافظین او یو ملکي سړی په جنوب لویدیځ قزاقستا ن کي په دې سرحدي تاڼه کي په اور کي ستي شوي دي. دا نه ده معلومه چي دا پېښه څه وخت سوې ده.