د لاس رسي وړ اتصالات

الشباب د کینیا پر یو پوهنتون برید کړی


د الشباب یو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دا ډله غواړي ټول هغه کسان ووژني چې د الشباب په خلاف دي.
د الشباب یو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دا ډله غواړي ټول هغه کسان ووژني چې د الشباب په خلاف دي.

د الشباب ډلې وسلوالو نن سهار د کینیا په شمال ختیځ کې د سومالیا پولې ته نږدې پر یو پوهنتون برید وکړ چې لږ تر لږه اوه لس کسان په کې ووژل شول او څه د پاسه شپېته تنه نور ټپیان شول.

د نن سهار له برید وروسته په سلگونه زده کوونکي اوس هم نا معالومه دي او عیني شاهدان وایي چې وسلوالو یو نا معالومه شمېر کسان برمته نیولي دي.

په گریسا کې د امریکا غږ خبریال محمد فراه شیري وایي چې د برمته شوو کسانو د خوشې کولو په موخه د کینیایي پوځ ټانکونه سیمې ته رسېدلي دي.

په یوه تلویزیوني وینا کې د کینیا جمهور رئیس اوهورو کینیاتا ووېل چې پولیس او د کورنیو چارو وزارت د دې برید پر وړاندې د حکومت د غبرگون هماهنگي پرغاړه لري. ښاغلي کینیاتا له خلکو څخه هم غوښتي چې د پېښې په اړه خپل هرډول معالومات یا اندېښنه له چارواکو سره شریک کړي.

د الشباب ډلې د نني برید له پیل څخه څو ساعته وروسته د دې کار مسؤلیت په غاړه واخیست. دغې ډلې د یوې اعلامیې په نشرولو سره یې ویلي دي چې دا کار یې د هغو کینیایي سرتېرو څخه د غچ اخیستلو لپاره کړی چې په سومالیا کې جنگیږي

د دې ډلې یو ویاند، رویترز خبري آژانس ته دا هم ویلي دي چې د هغوی وسلوالو په پوهنتون کې دننه یو شمېر عیسویان برمته نیولي دي خو مسلمانان یې خوشې کړي دي.

د الشباب یو بل ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دا ډله غواړي ټول هغه کسان ووژني چې د الشباب په خلاف دي.

نامعالومه زده کوونکي

په کینیا کې د پېښو سره د مبارزې د ادارې په وینا، د پوهنتون د ټولټال ٨١٥ زده کوونکو څخه د ٢٨٠ کسانو پټه لگېدلې ده او د پاتې نورو زده کوونکو د څرک موندنې لپاره هڅې روانې دي.

د کینیا د سره صلیب اداره وایي چې د پېښې ٦٥ قربانیان سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي. د دغې ادارې په وینا پنځه ټپیان د هوا له لارې د کینیا پلازمېنې نایروبې ته لېږدول شوي دي.

تېره اونۍ د نایروبي پوهنتون خپل زده کوونکو ته دا خبرداري ورکړې وه چې د حکومت د استخباراتي معالومات پر اساس د الشباب ډله پلان لري چې پر یو مهم پوهنتون برید وکړي.

په کینیا کې د امریکا د متحده ایالتونو سفیر رابرت گادیک په هغه هېواد کې د الشباب دا کار په کلکه غندلی دی او ویلي دي چې د ترهگرۍ د له منځه وړلو په موخه، امریکا د کینیا له حکومت او ولس سره اوږه په اوږه ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG