د لاس رسي وړ اتصالات

کیري افریقا ته په درې ورځني سفر تللی


د امریکا د باندنیو چارو وزیر ایتيوپیا ته روان شوی دی چې د سیمه ایزو چاراکو سره وګوري او د افریقايي اتحاد د ۵۰ مې کلیزې د لمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د ښاغلي کیري درې ورځنی سفر به د ادیسه بابا څخه پیل شي چیري چې د باندنیو چارو د وزارت په وینا به ښاغلی کیري د یوتویوپیا د لوړپوړو چارواکو سره پر یو لړ دوو اړخیزو مسایلو باندي خبرې وکړي.

د شنبې په ورځ به ښاغلی کیري د افریقايي اتحاد د مشرانو او نورو لوړ رتبه بهرنیوو چارواکو سره د افریقايي اتحاد په کلنیزه غونډه کې لیده کاته وکړي.

ویل کېږي چې ښاغلی کیري به د افریقايي اتحادیې د مشرانو سره په شمالي نایجریا او مالي کې د افراطیت سره د مبارزې پر لارو چارو هم خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG