د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا متحده ایالاتو او ایران د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ضمن کې د ایران د جنجالي اټمي پروګرام په هکله د لوړې کچې مستقیمې خبرې کړي دي. دا په ۳۰ کلونو کې لومړۍ ځل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې سطحې خبرې کېږي.

د پنځه جمع یو هېوادونو د غونډې وروسته چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف ګوښه کړ او د ۳۰ دقیقو دپاره یې یو په یو د اټمي پروګرام په هکله خبري ورسره وکړې.

د ‍۱۹۷۹ کال راهیسي دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دومره لوړې سطحې خبرې کېږي. په ۱۹۷۹ کال کې د امریکا او ایران اړیکې وروسته له هغه نه خرابې شوې چې امریکايي ډیپلوماتان په هغه هېواد کې یرغمل ونیول شول.

کیري: لیده کاته کاري وو خو ټولو پوښتنو ته ځواب نشي ویلای

ښاغلی کیری د ایران د باندنیو چارو د وزیر سره د لیدو کاتو وروسته وویل چې د خپل انډول سره یې لیده کاته کاري وو او دا چي ایران دا ځلې بل ډول رویه درلوده. خو ښاغلي کیري وویل چې یو واري مخامخ لیده کاته او د ایران په رویې کې بدلون د ایران د اټمي پروګرام په هکله ټولو پوښتنو ته ځوابونه نشي ویلای.

ښاغلي ظریف وویل چې د امنیتي شورا د پنځه جمع یو هېوادونو په غونډه کې پر دې موافقه وشوه چې د اټمي پروګرام په هکله د خبرو لړۍ چټکه سي او دا چي ایران هیله لري چې دغه لړۍ په یوه کال کې بشپړه شي.

امریکايي چارواکو دا منلې ده چې ایران دغه راز وړاندیز کړی دی خو دوي وویل چې ایران دي په جینوا کې د راتلونکي میاشت په غونډه کې د خپل وړاندیز په هکله نور تفصیلات وړاندي کړي. د پنځه جمع یو د لیدو کاتو په ترڅ کې دا پریکړه وشوه چې د ایران د اټمي پروګرام په هکله به راتلونکې میاشت په جینوا کې غونډه دایره شي.

ښاغلي کیري وویل چې هغه خوشحاله دی چې ښاغلی ظریف نیویارک ته راغی او د نړۍ د سترو مشرانو سره یې لیده کاته وکړل ځکه دغو لیدو کاتو د مذاکراتو دپاره ځیني امکانات میسره کړل خو وروسته یې بیا د سي بي اس تلویزوني چینل ته په مرکه کې وویل چې امریکا به پر ایران باندي وضع شوي بندیزونه تر هغه پوري ایسته نکړي ترڅو چې ایران خپل د اټمي پروګرام په هکله د څارنې واضیح او شفاف لړۍ نه وي پیل کړې.
XS
SM
MD
LG