د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پر اتومي پروګرام د خبرو وروستی پړاو پیلیږي


د ایران او امریکا د بهرنیو چارو وزیران د مذاکرې برخوال دي.
د ایران او امریکا د بهرنیو چارو وزیران د مذاکرې برخوال دي.

د ایران د آټومي پروګرام د راتلونکې په اړه له دوو کلونو نه د زیاتو خبرو او د نړیوالو اقتصادي بندیزونو وروستۍ نیټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې راروانه ده چې د راپورنو له مخې دواړه لوري اوس هم په یو شمیر زیاتو موضوعاتو له یو بل نه لیرې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د اروپایي هیوادونو له یو مرکز نه بل ته ځي او ددې خبرو د وروستیو ورځو لپاره تیاری نیسي.

په عین حال کې، د ټیټې کچې چارواکي په ویانا کې د غونډې په ځای کې دي او د هغه پراخ توافق پر اساس د یوې موافقی لپاره تیاری نیسي چې د اپریل د میاشتې په لومړیو کې د سویس د لوزان په ښار کې ترسره شوی و.

خو د ستراتیژیکو څیړنو د نړیوال انسټیټیوټ مارک فټزپټریک په وینا، هغوی په مهمو موضوعاتو پرمختګ نه دی کړی.

د ستراتیژیکو څیړنو نړیوال انسټیټیوټ مارک فټزپټریک وايي "اوس هم زیات موضوعات پاتې دي، ځکه چې چې د لوزان نه پرته، ایران نه دي غوښتي چې نور پرمختګ وشي. هغوی هرڅه وروستي پړاو ته ساتلي دي. "

تمه کیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په شمول به لوړ چارواکي په دغو خبرو کې برخه واخلي.

خو داسې اندیښنه موجوده ده چې دا خبرې به د ایران د روحاني مشرآیت الله خامنه ایی د څرګندونوله امله له خڼد سره مخامخ شي.

داسې ښکاري چې دا څرګندونې د مفتشینو، د بندیزونو د نرمولو د مهال ویش او د ایران پر آټومي څیړنو د لس کلن بندیز په اړه رامنځته کیدونکی جوړجاړی ردوي.

ښاغلی فټزپټریک" ډیر خلک اندیښمن دي چې که لویدیځ هغه شیان ومني چې آیت الله خامنه ايي یې وايي، نو دا به یوه خرابه معامله وي."

دا انديښنه په یو پرانیستي لیک کې څرګنده شوې دهچې د ۱۸ غوره امریکایانو له خوا چې په هغوی کې پخواني ستر چارواکي شامل وو د چهار شنبې په ورځ خپور شو.

خو د واشنګټن د جارج ټاون پوهنتون آرین طباطبايي چې د سکایپ له لارې یې خبرې کولی وايي چې ددې اندیښنې په اړه مبالغه شوې ده.

د واشنګټن د جارج ټاون پوهنتون په کې آرین طباطبايي " که مونږ د هغه خبرو او تر دې دمه لاس ته راوړل شویو شیانو ته په دقت سره وګورو، نو داسې معلومیږي چې دهغه ټولې خبرې په پای کې په سیاست نشي بدلیدلی. ایران غواړي چې د پوځي تاسیساتو له کتنو او له ساینسدانانو سره له مرکو نه ډډه وشي. خو له پوځي ځایونو نه کتنې دنه خپرولو په اړه د هغو قوانینو یوه برخه ده چې یو سل او شپږویشت نور هیوادونه یې مني او له ایران سره د احتمالي معاملي اساس تشکیولوي دي."

له یوې خوا دا په رښتیا یوه معامله غواړي. له بلې خوا دا یقیني کول غواړي دا معامله یې د ملي امنیت په قیمت بدله نه شي چې د پوځي تاسیساتو ته د لاسرسۍ له امله له خطر سره مخامخ کیدلای شي.

د ټولو خواو له خوا عامه بیانونه د خبرو او د کورني سیاست یو تکتیک دی. خو په راتلونکیو ورځو کې به د خبرو په خونو کې لفاظي په سیاسي واقعیت بدله شي.

XS
SM
MD
LG