د لاس رسي وړ اتصالات

جان کیري: د امریکا او پاکستان اړیکي خورا نازک پړاو ته رسیدلي


جان کیري: د امریکا او پاکستان اړیکي خورا نازک پړاو ته رسیدلي
جان کیري: د امریکا او پاکستان اړیکي خورا نازک پړاو ته رسیدلي

دامرېکا سناتور جان کېري چی داوخت په پاکستان کې دی ددې لپاره غږ کوی چې امرېکا اوپاکستان خپلو اړېکو ته چې دامرېکا له عملېاتو نه وروسته و روسته نوری هم ترېنګلی شوېدی انکشاف ورکړی. دامرېکا په دغو عملېاتو کې بن لادن ووژل شو.

جان کېري نن ددوشنبی په ورځ د پاکستان له جمهوررئېس اصف علی زرداری اوصدراعظم ېوسف رضا ګېلانی سره ملاقات وکړ چې پر بن لادن باندی له چپاو نه وروسته د دواړو خواو اړېکو باندی بحث وکړ. جان کېری ووېل امرېکا اوپاکستان دترهګری خلاف جګړه کې ستراتېژېک شرېکان دي.

جان کېری له دې ملاقات نه مخکی د پوځ له مشر جنرال اشفاق کېانی سره ملاقات وکړ او دمطبوعاتو د رپوټونو له مخی ېې هغه ته دترهګری ضد جګړه کې، دامرېکا دغوښتنو لېست وړاندی کړ. د پاکستان نظامی چارواکی وايی چې جنرال کېانی سناتور کېری ته ووېل چې دده عسکر د مې ددوېمی ورځی دواقعی په برخه کې " ډېر شدېد احساسات " لری. دمی په دوېمه ورځ دامرېکا خاصو قواو دېوه چپاو په ترڅ کې بن لادن وواژه.
د پاکستان صدراعظم ېوسف رضا ګېلانی تېره اونی خبرداری ورکړ چې په اېنده کې به هرډول ېو طرفه چپاو لکه دمې په چپاو کې چې بن لادن، ووژل شو، ډېر جدی عواقب ولری. دامرېکا چارواکېو په عېن حآل کې دا پوښتنی وکړلی چی دالقاعده مشر څنګه په دې موفق شوی و چې دپاکستان داسلام اباد په ښار اېبېټ اباد کې پټ شی، بې له دېنه چې پته ېې ولګول شی.

ددوشنبی دورځی له خبرونه وروسته جان کېري ووېل د پاکستان مشرانو په دې موافقه وکړله چې ېولړ ګامونه ددې لپاره اوچت شی چی دامرېکا او پاکستان اړېکی سره ښی کاندی. په داسی حا ل کې چې دااعلان هم وشو چې ډېر ژر به دامرېکا دخارجه چارو وزېره هېلری کلنټن پاکستان ته سفر وکړی . خو سناتو ر جان کېری خبرداری ورکړ چې دامرېکا په کانګرېس کې داسی غړی شته دی چې دا پوښتنه کوی چې اېا دااړېکی به بېرته سره روغی شی اوکه نه.

نور تفصېل :

دامرېکا سناتور جان کېري دېکشنبی په ورځ په افغانستان کې پاکستان ته له سفر نه مخکی خبرېالانو ته ووېل د امرېکا اړېکی چی همدا اوس له پاکستان سره سړی دي، په ډېرمهم پړاو کې واقع دی او دواړه هېوادونه دېته ضرورت لری چې ېوشمېر جدی مساېل له ېوبل سره حل کاندی.

هغه ووېل دامرېکا دکانګرېس ېوشمېر غړي ډېر جدي ملاحظات لری چې اېا اسلام اباد هغه مشخص مقصد ته تعهد لری اوکه نه چې امرېکا ېې ورته لری. اواېا پاکستان دېته چمتودی چې ددغه مقصد په ترسره کوولو کې بشپړ شرېک اوهمکار واوسی. هغه ووېل دامرېکا په کانګرېس کې ېوشمېر غړي ددې لپاره خواست کوی چې که چېرې حالات په همدی توګه دوام وکړی او انکشاف پکې رانسی، نو دامرېکا په مرستو کې بدلون راولی. واشنګټن اسلام اباد ته هرکال تقرېبا ۳ ملیارد ډالره ورکوی.

سناتور جان کېري په دې ټېنګا ر وکړ چی دواړه خواووته پکاردی چې ېوه داسی لاره پېدا کاندی. چې که ممکنه وی پرمخ ولاړشی. اوکه ممکنه نه وی نو ېو شمېر داسې عواقب به منځته راشی چې اغېزې به ېې ډېرې ژوری وی.

ددې مسلی اهمېت له دېنه څرګندېږی چې د جان کېری له سفر نه مخکی دپاکستان جمهوررئېس اصف علی زرداری ، صدراعظم ېوسف رضا ګېلانی او د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کېانی له ېو بل سره ملاقات وکړ.

XS
SM
MD
LG