د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په کینیا کې مهاجرو سره میلیونونه ډالره مرسته کوي


جان کېري، د ١٩٩٨کال د امریکا په سفارت د بمی برید د قربانیانو په څلي د گلو د گېډۍ په اېښودلو د درناوي مراتب پر ځای کړل.
جان کېري، د ١٩٩٨کال د امریکا په سفارت د بمی برید د قربانیانو په څلي د گلو د گېډۍ په اېښودلو د درناوي مراتب پر ځای کړل.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري، نن د کینیا په پلازمینې نایروبي کې د خبري کنفرانس په ترڅ کې ددې هېواد سره د میلیونونو ډالرو نویو مرستو ژمنه وکړه څو د ملگرو ملتونو له لارې پدې هېواد کې د میشتو شپږو لکو مهاجرینو ته ضروري مرستی ورسول شي.

ښاغلی کېري د کینیا د جمهور رئیس اوهورو کینیاته سره ولیدل څو په گاونډي سومالیا کې دیره د تررستی شبکې الشباب د گواښونو په وړاندې د مبارزې پراغیزمنو لارو چارو باندی غور وکړي.

ددې ترڅنگ، ښاغلی کېري، د نولس سوه اته نویم کال د سفارت د بمی برید د قربانیانو څلي ته هم نن د گلو د گېډۍ په اېښودلو د درناوي مراتب پر ځای کړل.

د ال شباب په وړاندې د مبارزې ملاتړ

د متحدو ایالتونو د بهرنیوچارو وزیر، کینیا ته د خپل سفر په ترڅ کې، د هغه هیواد د خلکو سره د الشباب د ترهه گرې ډلې په وړاندې د مبارزې دپاره خپل ملاتړ هم څرگند کړ.

هغه وویل، «اجازه راکړئ چې واضح ووایم، هغو ترورستانو چې د نولس سوه اته نویم کال د آگست په اومه برید وکړ، خپل هدف ته په رسیدو کې چې د خلکو په زړونو کې د ویرې پیدا کول او ددې هیواد د خلکو څخه د متحده ایالتونو بیلول دي، ناکام شول.»

جان کېري د القاعدې له خوا دنولس سوه اته نویم کال برید د امریکا او کینیا تر منځ د درز په پیدا کولو یوه ناکامه هڅه وبلله.

هغه د ترورستي گواښونو په وړاندې د مبارزې دپاره د ملاتړ د وړاندیز په ترڅ کې وویل چې وړاندې یې د مبارزې قوت لرو « نه یوازې د پوځ او امنیتی ځواکونو په زور بلکه د هغې نه په لا پیاوړي اصلې قوت سره او هغه زمونږ د یووالي، شخصېت او ارمانونو یوه لاره ده.»

هغه پدې خونړیو بریدونو کې د قربانیانو له خپلوانو او دوستانو سره د خواخوږۍ په ترڅ کې غم شریکې هم څرگنده کړه.

په کینیا کې خونړي بریدونه

د ښاغلي کېري اشاره په سومالیا کې دیره د ال شباب ترهه گرې ډلې ته وه چې د کینیا په پوهنتون کې یې د تیرې میاشتی د برید په نتیجه کې یو سلو اته څلویښت تنه ځوانان ووژل.

تندلارو وسله والو ډلو پدې وروستیو کې څو څو ځلی په کینیا کې خونړۍ او وژونکی بریدونه تر سره کړي چې په هغو کې د دوه زره دیارلسم کال د مال او مارکیت محاصره او په تیره میاشت کې د گاریسا پر پوهنتون باندې بریدونه هم شامل دي چې پکی سلهاو کسان ووژل شول. دا ډله وايي پر کینیا باندې ځکه بریدونه کوي چې ځواکونه یې په سومالیا کې د افریقایي اتحاد د ځواکونو په ائتلاف کې ددوي په خلاف جنگیږي.

کینیا ته د هغه د اوسني سفر اصلي موخه په دوبي کې دغه هیواد ته د جمهور رئیس بارک اوباما د سفر نه مخکې چمتووالی دی.

افریقا ته د جان کېري د سفر بل تم ځای

لدینه وروسته به د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري، په جیبوتي کې د امریکا یوه پوځي مرکز څخه هم لیدنه وکړي او وروسته به د سعودي عربستان د لوړ پوړو مشرانو سره د سیمې په اړه د خبرو دپاره ریاض ته هم سفر وکړي.

د ریاض نه وروسته به دی په پاریس کې د فارس د خلیج د همکارۍ د شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د گډون دپاره او ددې شورا د رئیس سره د لیدنې کتنې دپاره فرانسې ته لاړ شی څو د بري د ورځې په ځانگړو مراسمو کې هم برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG