د لاس رسي وړ اتصالات

کېري د روسیې سره د اړیکو د ښه کیدو لپاره مسکو ته تللی


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین وايي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري د یو ناڅاپي بریالیتوب د ترلاسه کولو او په سوریه کې د اوربند لپاره خورا مهم او اساسي و.

د ولادیمیر پوتین او جان کېري ترمنځ د خبرو عمده موضوع د سوریې کړکیچ، اوکراین او د اسلامي دولت پر ضد د مبارزې څرنگوالی و.

ښاغلي پوتین د سوریې په هکله د امریکا د متحده ایالاتو د رهبریت نه په هرکلي سره وویل "مونږ خبر یو چې په سوریه کې زمونږ کاري زمینه یواځې د امریکا د متحده ایالاتو په ځانگړې توگه د جمهور رئیس اوباما په قوي سیاسي رهبریت باندې ولاړه ده."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل د مسکو او واشنگټن ترمنځ همکاري دا زمینه برابره کړه چې د سوریې خلک په راحت ساه واخلي. تاوتریخوالی راکم شي او بشري مرستې وروسته له پنځو کالو وینې تویدنې هغوی ته ورسیږي.

ښاغلي کېري وویل " ښاغلی جمهور رئیس، پوهیږم چې تاسې نظرونه لرئ او دمخه په سوریه کې قواو د راکمولو لپاره مو خورا اساسي تصمیم نیولی دی. څرگنده ده چې مونږ هم فکرونه لرو چې اوس څنگه کولای شو په موثره توگه د ژنیو د سولې په خبرو کې پرمختگ وکړو".

ښاغلي کېري د ښاغلي پوتین سره په خبرو کې په خوشبینۍ سره وویل چې د داسې لارو چارو په لټه کې دی چې د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ پرمختگ رامنځ ته شي او په پای کې اړیکې بیرته راژوندی شي.

XS
SM
MD
LG