د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: دا د عراقیانو خپل منځني جګړه ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سعودي عربستان د پادشاه عبدالله سره
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سعودي عربستان د پادشاه عبدالله سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وعده وکړه چې د عراق د حکومت سره به د فلوجه ښار په وضیعت کې مرسته وکړي، خو امریکایي ځواکونه به ونه لیږي.

جان کېري وعده وکړه چې د عراق د حکومت سره به د فوجه ښار په وضیعت کې مرسته وکړي، خو امریکایي ځواکونه به ونه لیږي.

د القاعده شبکې اړوند ملیشو له خوا دعراق د فلوجه او رمادي ښارونه له نیولو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په خپل لومړني غبرګون کې د عراق د حکومت سره د مرستې وعده وکړه خو په ټینګار سره یې هغه هیواد د امریکایي ځواکونو د استولو هر ډول امکان رد کړ.

ښاغلي کېري د بغداد حکومت ته په خطاب کې وویل چې « دا د هغوی خپله جګړه ده.»

ښاغلي کېري دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې له بیت المقدس څخه د اردن او سعودي عربستان په لور روانیده چې د اسراییل او فلسطین تر منځ د سولې د مذاکراتو پر هڅو باندې د اردن او سعودي له مشرانو سره خبرې وکړي.

هغه د عراق سره د مرستې په اړوند زیاته کړه: « مونږ ټول ممکن اقدامات ترسره کوو. زه نه غواړم چې په جزیاتو یې خبري وکړم.»

په عین وخت کې د عراق صدراعظم نوري المالکي تعهد وکړ چې حکومتي ځواکونه به د انبار په سیمه کې تر هغه پاتې شي چې تر هغه چې د عراق د اسلامي دولت او ختیځ په نامه ملیشه ډلې نه وي ځپل شوي.

په واشنګټن کې جمهوري غوښتونکو سناتورانو جان مکین او لیندسي ګراهام پرون د اوباما پر ادارې باندې انتقاد وکړ او په عراق کې یې وروستنۍ پیښې « ویرجنې او د وړاندوینې وړ» وبللې.

د بلې خوا د شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې یې ویلي دي: « د عراق د اسلامي دولت او ختیځ په نامه ترهګرو ډلو د هڅو په هکله اندیښمن دي چې په سوریه او همداشان په عراق کې خپل نفو‌ پراخوي.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماري هارف زیاتوي چې: « د رمادي او فلوجه د ملکي وګړو او د عراق د امنیتي ځواکونو په وړاندې د هغوی وحشیګري ټولو ته څرګنده ده.»

وروستی خبر دا هم وایي چې د عراق په پلازمینه بغداد کې خونړۍ چاودنه شوې چې په کې نولس تنه وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چې حکومتي ځواکونه د فلوجه او رامادي د ښارونو د بیرته نیولو دپاره د پوځي عملیاتو تیاری نیسي.

په یوه اماتور ویدیو کې د فالوجه ښار ته نږدې سیمه کې د القاعدې شبکې وسله وال غړي ښودل کیږي چې حکومتي موترې سوځوي.

دا ویډیو د عراق د ستر انقلاب په نوم د ډلې د ملاتړ کوونکو په ویب پاڼه کې خپره شوې ده خو د ویډیو د ثبت د نیټې دقیق اټکل نشي کیدای.

عراقي پولیسو د شنبې په ورځ دا خبر تایید کړ چې فالوجه اوس په بشپړه توګه د القاعده د شبکې په لاس کې لویدلې.

پولیس وایي دوي په ښار کې ټولې امنیتي پوستې د حالاتو د کرارۍ په مقصد پرې ایښي دي او د ښار بهرنیو څنډو ته په شا شوي دي.

Kerry Mideast
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

ټاکل شوې چې ښاغلی کیري د اسراییل د لومړي وزیر سره د خبرو دپاره بیرته بیت المقدس ته ستون شي. دا د تیر مارچ څخه راهیسې سیمې ته د هغه لسم سفر دی چې د سولې د رامنځ ته کیدو د هڅو دپاره یې کوي.
XS
SM
MD
LG