د لاس رسي وړ اتصالات

د محمد مورسي سره د جان کیري لیده کاته او د مصر د مخالفینو غبرګون


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د یکشنبې په ورځ د مصر له ولسمشر محمد مورسي سره ملاقات وکړ. په دې خبرو کې جان کېري په مصر کې په اصلاحاتو او سیاسي یووالي باندې ټینگار وکړ. دغه هېواد له سیاسي او اقتصادي ستونزوسره مخامخ دی.

جان کېري خپل سفر په سیمه کې د مهم انډیوال هېواد مصر په لیدنه پای ته رسوي. هغه په خپلو خبرو کې خواست وکړ چې د دغه هېواد مخالف سیاسي ګوندونه له یوبل سره همکاري وکړي چې د مصر خراب اقتصاد چې اصلاحاتو ته ضرورت لري بیرته په پښو ودروي.

جان کیري سیمې ته په خپل لومړني سفر کې د یوه عربي هېواد پلازمېنې ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وویل چې دی به په هغو اقداماتو بحث وکړي چې امریکا يې د دې لپاره واخلي چې د مصر اقتصاد بیرته پر پښو ودریږي البته که چېري مصر له نړیوال مالي صندوق سره دې موافقی ته ورسېږي چې اصلاحات راولی په ترڅ کې یې دغه هېواد ته د $4.8 میلیاردو ډالرو پور ورکړي.

جان کیري تردې یوه ورځ مخکي د مصر له نورو چارواکو او د مخالفو ګوندونو له مشرانو سره خبرې وکړلې.

د مصر یو شمیر مخالفو مشرانو د شنبې په ورځ په دې دلیل چې واشنګټن دمصر د واکمن ګوند اخوان المسلمین پلوي کوي، له دینه انکار وکړ چې له جان کیري سره ملاقات وکړي.

په عین حال کې د مصر د مخالف ګوند مشر محمد البرادي د امریکا د باندنیو چارو د وزیر سره د لیدو نه ډډه کړې ده. دغه راز یوشمیر نور جګپوړو سیاسي مشرانو هم همدا کار کړی دی.

جان کېري د شنبې په ورځ وویل چې دی د دې لپاره مصر ته راغلی دی چې د مصر له خلکو سره مرسته وکړي، نه دا چې ددغه هیواد په سیاست کې د چا پلوي وکړي.

په یوه بل خبر کې ویل شویدي چې د مصر دولتي خبري اژانس وايي چې د مصر د استیناف محکمې د پخواني ولسمشر حسنی مبارک د محاکمی لپاره د اپریل دمیاشتې ۱۳ مه نېټه ټاکلې ده.

د جنورۍ په میاشت کې د قاهرې یوې محکمې وروسته له هغه نه چې هغه د حکومت له خوا نه دمظاهره چیانو د وژلو په تور په عمري قید محکوم شو، دهغه په دوسیه باندې د سره غور اجازه ورکړله. دیادشویو مظاهرو له امله دحسن مبارک د درې لسیزو واکمني په 2011 م کال کې پای ته ورسېدله.
XS
SM
MD
LG