د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د داعش خلاف غېر محاربوي ملاتړ کې برخه اخلي


 جان کري: د ناټو غړي هېوداونه دېته چمتو دي چی د اسلامی دولت د ډلې خلاف خپلې نظامي هڅې زېاتې کړي
جان کري: د ناټو غړي هېوداونه دېته چمتو دي چی د اسلامی دولت د ډلې خلاف خپلې نظامي هڅې زېاتې کړي

تمه ده د برتانېې پارلمان په سوریه کې د داعش خلاف هوايي بریدونه منظور کړي او مونټینگرو د ناټو په غړیتوب ومنل شو

د ناټو د غړیو هېوادونو دبهرنیو چارو دوزیرانو په گډه غونډه کې یو نوی غړی هېواد مونټینگرو ورزیات شو. په دغه غونډه کې په دې موافقه وشوه چې دناټو حضور په افغانستان کې دوام ولري او دافغانستان دقواو لپاره د مالی تمویل په برخه کې هم هڅې جاری وساتي.

دغه دوه ورځنی کنفرانس نن د چارشنبی په ورځ په دې پایته ورسېد چی یوکراین ته به سیاسی او نور عملي ملاتړ جاری ساتي.

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په د ې مجلس کې د روانو نړۍ والو امنیتی ستونزو ارزونه وشوه او دناټو پر پرمختگ د داعش خلاف مبارزه کې غور وشو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل د ناټو غړي هېوداونه دېته چمتو دي چی د اسلامی دولت د ډلې خلاف خپلې نظامي هڅې زېاتې کړي.

هغه د چارشنبی په ورځ د ناټو په مرکزی دفتر کې په بروکسل کې خبری کولې خو کومه نوې کړنلاره ېې د داعش خلاف وړاندې نکړله.

دداعش خلاف دهڅو په لړ کې جرمنی یوشمیر عسکر منظور کړل چی په منځنی ختیځ کې په غیر محآربوی ملاتړ نقش کې برخه واخلی. په همدې ترڅ کې تمه ده د برتانېې پارلمان نن راېې ورکړی چی د برتانېې هوايی بریدونه د داعش خلاف په سوریه کې پراخ شی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کری له خپل ترکي انډول سره د ناټود کنفرانس په ضمن کې په بروکسل کې وکتل. ترهغې وروسته جان کیری وویل د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوگان دې مسلی ته په بشپړه توگه ژمن دی چی د ترکېې اونورو قواو نه کار واخلي او د سورېې اوترکېې ترمنځ د سرحدي پولی پاتې برخه هم بنده کاندي.

چارواکيو د سې شنبې په ورځ په بروکسیل کې په یوه غونډې کې وویل اضافي تدابیر به دا وی چی د مدیترانې په سمندر کې به د بیړیو تگ راتگ ډیر کړي، د ترکیې انجرلیک هوایي اډې ته به هم د ائتلاف ډیرې الوتکې ولیږل شي او په دې کې به د توغندیو د نصبولو یو قوي سیستم شامل وي.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ وویل د دې سازمان غړي باید په راتلونکې څو اونیو کې د ترکیې په اړوند د مشخصو تدابیرو په هکله پریکړه وکړي.

ینس ستولتنبرگ دناټو د سازمان سرمنشی وویل داهغه څه دي چی موږ پرې دتېر ې اونی له برید نه پخوا فکر کاوه. دا د تېرې ا ونی له پېښې نه جلا کاردی ځکه چې موږ داکار له څو کلونو راهیسی کړی دی. نو موږ به دېته ا دامه ورکړو چی ترکېې ته د ډاډ ورکولو اقدامات دوام وکړي.

له بل پلوه د ناټو دبهرنیو چارو وزیرانو په رسمي ډول له مونتینگرو نه وغوښتل چی په ناټو کې شامل شي، خو روسېې له دې کارسره مخالف وکړ.

فرنک والترشتاین مایر د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر په دې تړاو، وویل موږ د وروستیو کلونو په اوږدو کې ددې شاهدان یو چی په مونټینگرو کې ډېر اصلاحات راغلی دي. له همدې امله زموږ د نن ورځی بحث د بالکان د غرب د هیواد ونو لپاره یو ښه پیغام دی. له بل پلوه د ناټو د پالیسیو ادامه هم څرگندوي.

د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم د مونټینگرو غړیتوب ته په ناټو کې هرکلی ووایه.

XS
SM
MD
LG