د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او آسین ګټې تړلې دي - کیري


امریکا د آسین غړو هېوادونو سره پراخې اقتصادي اړیکې لري
امریکا د آسین غړو هېوادونو سره پراخې اقتصادي اړیکې لري

ښاغلي کېري د آسین ټولنې د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وویل چې د متحده ایالاتو راتلونکې د جنوبی آسیا له هیوادونو سره د گڼ شمیر، گډو گټو له امله تړلې ده.

هغه وویل "د متحده ایالاتو او د جنوبی آسیا د هیوادونو راتلونکې په ډاډمنه توگه یو له بله سره په گڼو اړیکو تړلې ده. زموږ د څو لسیزو؛ اوږد مشارکت لا غښتلی کول؛ د جمهور رئیس اوباما او د متحده ایالاتو د بیا توازن د ابتکار او پلان مهمه برخه جوړوي چې زمونږ د گڼو مشترکو گټو څرگندونه کوي".

ددې نه مخکې ښاغلي کېري د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانگ یي سره د جنوبي چین په سمندرگي کې د کړکیچ په اړه د متحده ایالاتو اندېښنه بیا څرگنده کړه.

د جنوبي چین په سمندرگي کې د کړکیچ حساسې مسلې ته هم اشاره وشوه
د جنوبي چین په سمندرگي کې د کړکیچ حساسې مسلې ته هم اشاره وشوه

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانگ یي، د متحده ایالاتو او چین ترمنځ د خبرو په تړاو خپل غبرگون داسې څرگند کړ "متحده ایالاتو مونږ ته ډاډ راکړ چې دوي د چین ددې غوښتنې هرکلی کوي چې ددې مذاکراتو له لارې دې د چین د جنوبي سمندري کړکیچ مسلې ته هم د حل سوله اییزه لاره وموندل شي".

ښاغلي وانگ یی د متحده ایالاتو له خوا په سیمه کې د سولې د ملاتړ روحیه وستایله. نوموړي وویل "متحده ایالات په سیمه کې د یوه با ثباته چین هرکلی کوي او دیته چمتو دي چې د چین سره یو ځای د آسیا د آرام سمندر د غاړې په هیوادونو کې د سولې او ثبات ملاتړ وکړي".

هغه زیاته کړه چې د غونډې په ترڅ کې د گډونوالو او چاپیریال روحیه مثبته وه او زموږ د دوه اړخیز تفاهم کچه هم لوړه شوې ده.

جان کېري په کوالالمپور کې د خبریالانو سره د خبرو په ترڅ کې
جان کېري په کوالالمپور کې د خبریالانو سره د خبرو په ترڅ کې

د پوترا په نوم د نړیوال سوداگریز مرکز ودانۍ مخې ته چې د آسین دا غونډه پکې ترتیب شوې وه، د پنځوسو په شاو خوا کې مظاهره کونکي را غونډ شوي وو څو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر گډون وغندي.

عبدالحکیم عثمان د مالیزیا د حزب التحریر د گوند ویاند چې د مظاهره کونکو په ډله کې شامل و، کوالالمپور ته د جان کېري د سفر په اړه داسې نظر درلود،«تر ټولو مهمه دا ده چې زمونږ پیام د بهرنیو چارو د وزیر کېري دپاره دا دی چې مونږ خپل هیواد ته د هغه د راتگ هرکلی نه کوو. هغه ددې اجازه نلري چې زموږ هیواد ته راشي".

د آسیا جنوب ختیځو هیوادونو ته د ښاغلي کېري د سفر اصلي موخه دا ده چې د متحده ایالاتو او د آسین د هیوادونو د اقتصآد دپاره د سوداگریزو اړیکو او پانگه اچونې پر ارزښت ټینگار وکړي.​

کوالالمپور ته د سفر نه وروسته به ښاغلی کېري د ویتنام پلازمینې ،هانوی، ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG