د لاس رسي وړ اتصالات

کیري: سوریې ته د ۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې لېږو


امریکا وایې چې د سوریې د رژیم مخالفانو ته په سمدستي توګه د٦٠ میلونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې ورلېږي چې خوراکي مواد او دارو درمل په کې شامل دي. دوي وايي چې د سوریې د مخالفانو پوځي شورا ته به غیر پوځي وسایل هم وراستوي.

د امرېکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دا اعلان د پنجشنبې په ورځ په روم کی د سوریې د حکومت د مخالفانو او د هغوي د نړیوالو ملاتړ کوونکو سره د خپلو لیدوکاتو په پای کې وکړ.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې نړیواله ټولنه په سترګو ګوري چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد بې رحمي او کلک زړتوب ورځ په ورځ زیاتېږي او تر څو چې ښاغلی اسد په واک کې وي ، د سوریې ولس نه شي کولی چې په خپل هېواد کې د یوې ارامې او هوسا ټولنې د جوړولو لپاره خپلو ارامانونو ته ورسېږي.

د امریکا دبهرنیو چارو وزیر په روم کې د سوریې د رژیم د مخالفې جلا وطنې ملي شورا د ریس معاذ الخطیب سره وکتل او دواړو په گډه یوه مطبوعاتي کانفرانس ته وینا وکړه.

جان کیري وویل چې مخالفان د سوریې د خلکو مشروع استازي دي او د دې برعکس د بشار الاسد رژیم خپل قانوني مشروعیت ډیر پخوا له لاسه ورکړی دی چې باید د قدرت نه وغورځول شي. د سوریې د مخالفینو د شوار مشر وویل چې د بعث ګوند د واکمنۍ پر خلاف هغوي د خپل ولس غږ پورته کړی دی.

جان کیری وویل چې د سوریې په روانه جګړه کې ایران او د لبنان د حزب الله ډله خپل سړي د سوریې د رژیم د ځواکونو د ملاتړ لپاره ورلېږي.
XS
SM
MD
LG