د لاس رسي وړ اتصالات

کیري:د روسیې سره مو د سوریې په هکله موافقه وشوه


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې امریکا او روسیې موافقه کړې چې سوریې دي ددغه هېواد د کمیاوي وسلو په ګډون د ډله ایزو وژنو د وسلو د منیځ وړلو دپاره په یو لړ اقداماتو باندې لاس پوري کړي.

دواړه جګپوړي ډیپلوماتانو په جنیو کې د سوریې د کړکیچ په اړه خبرې وکړې .
ښاغلي کیري وویل چې امریکا او روسیه د سوریې د کمیاوي وسلو له مینځه وړلو ته ژمن دي.

ښاغلي کیري وویل ،،امریکا او روسیه هر څومره ژر چې کېږي د سوریې د کمیاوي وسلو له منیځ وړلو ته ژمن دي. مونږ پر دې باندې موافقه وکړه چې سوریې دي په یوې میاشتې کې نه بلکې په یوې اونۍ کې باید یو جامع لست وړاندي کړي. ددې لست په هکله به نور جزیات په راتلونکي کې خپاره شي.،،


په عین حال کې ولسمشربارک اوباما د کویټ د امیر سره په یوه خبري کنفرانس کې هیله څرګنده کړه چې په سوریې کې به ډیپلوماسي ثمر ولري او د سوریې د کړکیچ د ختمولو دپاره به یوه حل لاره رامنځ ته کړي.

ولسمشر اوباما وویل ،،مونږ بالاخره دې نتیجې ته ورسېدلو چې د سوریې د بحران د حل دپاره چې څه شي ته اړتیا شته هغه سیاسي جوړجاړی دی چې په لړ کې یې د سوریې عادي خلګ وشي کړای چې بیرته خپلو کورنو ته ستانه شي ، بیرته خپل هېواد جوړ کړي او د هغو دردونو څخه نور خلاص شي چې د کړکیچ له وجې یې ګالي.،،


د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین هم په قرغزستان کې د یوې غونډې پرمهال عین نظر څرګند کړ .

ښاغلي پوتین وویل ،،لکه څنګه چې تاسي پوهېږیْ هڅې روانې دي چې د سوریې کمیاوي وسلې تر نړیوال څار او کنټرول لاندې راشي. مونږ دې موضوع ته زیات اهمیت ورکوو او هیله لروچې زمونږ هلې ځلې به نتیجه ولري او د شخړې د سوله ایزې حل لارې دپاره به شرایط برابر کړي.،،


دغه خبرې په داسي حال کې کېږي چې نور شواهد څرګند شوي چې د اګست د ۲۱ نېټې د کمیاوي وسلو په استعمال کې د سوریې حکومت لاس درلودی.

په خبرو ټینګار

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وايي چې بشارالاسد او حکومت یې د جنګي جنایاتو مسول دی. ښاغلي بان وویل ،،بشارالاسد د بشریت پر ضد زیات ز ترسره کړي دي. زه په دې باور لرم چې د هغه څخه به یو وخت پوښتنه وشي خو د اوس لپاره مونږ ته په کار ده چې د جګړې د ختمېدو دپاره مذاکرات پیل شي.،،

ښاغلي کیري وویل چې سوریې ته په کار ده چې چټک اقدام وکړي . نوموړي د پنجشنبې په ورځ دا خبرداری هم ورکړ چې د امریکا نظامي فشار بیا هم ښايي ضروري وي که چیري واشنګټن د بشارالاسد د اقدام څخه راضي نه وي. ولسمشر اوباما په خپلې هفته اي وینا کې د شنبې په ورځ وویل چې سوریې د امریکا د پوځي برید د ګواښ له وجې دا منلې چې کمیاوي وسلې له مینځ یوسي.

په عین حال کې روسیې ویلي دي چې د امنیت په شورا کې به هر ډول پریکړه لیک ویټو کړي که چیري نظامي برید په کښي د یوې حل لارې په توګه شامل وي. د سوریې ولسمشر بشارالاسد بیا د پنجشنبې په ورځ وویل چې که امریکا د برید ګواښونه بند کړي نو هغه به د کیمیاوي وسلو د لیري کولو معامله بشپړه کړي.
XS
SM
MD
LG