د لاس رسي وړ اتصالات

ځواب نه ورکول به اسد ته د کیمیاوي برید مبارکي وي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي چې په سوریې کې وضعیت لا پسې خرابیږي. هغه دغه خبره د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر ویلیم هېګ سره په لندن کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې داسي شواهد لري چې ښيي د سوریې حکومت دي [ د کیمیاوي وسلو] د برید امر کړی وي.

ښاغلي هېګ وویل چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد دا وښودله چې د سوریې د خلګو لپاره یو (بې پروا وینه تویونکی) دی. هغه دا هم زیاته کړه چې د سوریې په اړه بریتانیا د امریکا بشپړ ملاټر کوي.

ولسمشر براک اوباما به د دوشنبې په ورځ مخکي لدې چې د سې شنبې په شپه ملت ته د سپینې ماڼۍ نه وینا وکړي ،د شپږو مهمو تلویزوني شبکوسره د سوریې په هکله مرکې وکړي.

ولسمشر اوباما ژمنه کړې چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د ځواب ویلو مخکي به د کانګرس تصویب ته انتظار وکړي خو د کانګرس ډیر غړي د سوريي لپاره د ولسمشر پلان غیر متمرکز بولي او وايي چې کیدای شي امریکا په بلې جګړې کې راښکیله شي.


کېري: که سوریې ته ځواب ورنکړل شو کیمیاوي وسلې به په سیمه کې خپرې شي

دامریکاغږ خبریال الپسین وايي چې جان کېري له احساساتونه ډېره ډکه وینا وکړله ترڅو دا وښيي چې د سوریې خلاف نظامي اقدام ته په ټینګه ضرورت موجود دی او دا چي امریکا ډیر قوي شواهد لری چې د سوریې حکوتم کیمیاوي وسلې استفاده کړي دي. ".. موږ درژیم د جګپوړه چارواکو په برخه کې معلومات لروچې د کیمیاوي وسلو د استعمال او چمتووالي په برخه کې هدایات ورکوي.ددې نتایج مستقیما ولسمشربشارالاسد ته ورتلل.،،

ښاغلي جان کېري خبرداری ورکړ چې که نړیواله ټولنه سوریې ته په ټینګه ځواب ورنکړي نو نتایج به یې له سوریې نه نورو ځایونو ته هم خپاره شي.،، که چیرې تاسې غواړئ چې اېران، حزب الله او اسد ته دمبارکۍ پېغام ولېږئ نو تاسې هرهغه څه چې زړه موغواړي کولی شئ ، تاسې داهم ویلې شئ چې هیڅ مه کوئ. خوموږ په دې عقیده یو چې دا کار خطرناک دی. موږ به په اینده کې له دې سره په ډیر قوت مخامخ شو که چیرې موږ اوس دېته چمتو نه یو چې اوس کوم اقدام وکړو."

جان کېري وویل سوریه کولی شي چې ددې نظامی اقدام نه ځان بچ کړي که چیري خپلې ټولې کېمېاوي وسلی نړېوالې ټولنی ته وسپاري خو دی ددې تمه نه کوي چې داکار به وشي.

د امریکا د کانګرس په برخه کې جان کېري وویل چې د امریکا د کانګرس مهمو غړو د سوریې په هکله یو لړ مخفي ویډیوګانې ليدلي دي چې د استخباراتي محرمتیا په خاطر په عامه خپریدای نشي. کېري زیاته کړه چې د یو شمیر غړو په دې دریځ چې پرسوریې دبرېد لپاره تماېل نلري پوهېږي ځکه هغوي فکر کوي چې هسې نه د منځني ختیځ په یوه بله شخړه کې دخیل شو.،، موږ دلته په دې باندې خبره نه کوو. هغه څه چې کووهغه موږ خلکو ته په روښانه ډول وایو چې موږ بله جگړه نه پیل کوو. موږ به خپل خلک په خطر کې نه اچوو.موږ به په دې قادر شو چې اسد سره حساب اوکتاب وکړو بیله دې نه چې خپل عسکر هلته ولېږو او ېوه اوږده جګړه کې ښکېل شو. دا ډیرمحدود عملېات دي. ډېر په دقیق ډول په نښه شوي او د لنډ وخت لپاره دي. "


د سوریې د باندنیو چارو د وزیر غبرګون

د دوشنبې په ورځ وختي د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاروف سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د امریکا له خوا نه نظامي برید هغه هڅې شنډولی شي چې د دې لپاره کېدلې چی په جینیوا کې د سوریې دشخړې لپاره د سولې یوه لاره را وایستل شی. ،، موږ داحق لرو چې دا پوښتنه وکړو چې د امریکا دمتحده ایالاتو رېښتینی مقصد چې غواړی دا تیرې پیل کړي څه شی دی. په دې کې امریکا دالنصره د جبهی او همدارنگه هغوی ته ورته جبهو ملاتړ او طرفداري کوي.،،

دروسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاورف په دغه کنفرانس کې په سوریې کې پوځي مداخله رد کړه. هغه وویل چې د سوریې د بحران د حلولو لپاره د سوله ایزې حل لارې نه پرته بل بدل نشته.
XS
SM
MD
LG