د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: 'اوکراین کې پر روسي ټانکونو او قواو سترگې نه پټوو'


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر سره ولیدل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر سره ولیدل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي چې امریکا د اوکراین په ختیځ کې د شخړې د دیپلوماتیک حل په لټه کې ده، خو هغه دا هم وایي چې «موږ نه شوی کولای سترګې پټې کړو،» چې د روسې ټانکونه او عسکر د سرحد نه اوکراین ته اوړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه تبصره د پنجشنبې په ورځ په کیف کې د اوکراین له ولسمشر پیترو پوروشنیکو سره د ملاقات نه وروسته وکړه.

امریکا او ملګري هیوادونه یې په روسیې باندې تور لګوي چې د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي او بیلتون غوښتونکو ته وسلې ورکوي او عسکر وراستوي. روسیه دغه تورونه نه مني.

اوکراین ته د ښاغلي کېري د رسیدو نه مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه مامور وویل چې امریکا د اوکراین سره د ۱۶.۴ میلیونو ډالرو نوره مرسته کوي.

دغه پیسې به د هغو ملکیانو سره د مرستو لپاره ولګول شي چې د اوکراین د حکومت او د روسیې د طرفدارو بیلتون غوښتونکو ترمنځ زیانمن شوي دي.

دغه چارواکي دا خبره هم کړې ده چې امریکا اوس هم په دې باندې غور کوي چې اوکراین ته «د دفاع لپاره مرګانۍ وسلې» ورکړي او که نه.

خو هغه دا هم وویل چې تشویش په دې کې دی چې آیا د اوکراین ځواکونه د دې وړتیا لري چې دغه وسلې استعمال کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت دغه مامور دا هم زیاته کړې ده چې واشنګټن د خپلو اروپايي ملګرو سره په دې خبرې کوي چې که روسیه په اوکراین کې مداخلې ته دوام ورکړي نو آیا دوی به په نږدې راتلونکي کې په روسیې باندې نور بندیزونه ولګوي.

د جرمني او فرانسې د سولې پشنهاد

په عین وخت کې، د جرمني او فرانسې مشرانو هم اعلان کړی چې د سولې د نوي پشنهاد سره اوکراین ته ځي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ او د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل به هم اوکراین ته سفروکړي او له ولسمشر پوروشینکو سره به گوري.

دواړه به د اوکراین د ولسمشر سره د اوکراین په ختیځ کی د روانې شخړې د حل کولو په اړه وغږېږي.

ولسمشر فرانسوا اولانډ وویل چې «مونږ به د دې شخړې د حل په خاطر یو وړاندیز وکړو چې د اوکرائن دخاورې د ارضي تمامیت په اساس به وي. او بیا به جمعې په ورځ په مسکو کی د روسېې له ولسمشر پوټین سره پرې وغږېږو، ځکه چې وخت کم پاته دی.»

د ناټو د دفاع د وزیرانو غونډه

بلې خوا ته، په بروکسل کی د ناټو دغړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه کیږي چې د روسیې سره د ناټو د غړو هیوادونو د سرحدونو د ټینګولو په اړه به پکښې خبرې وشي. ناټو دغه کار د روسیې لخوا په اوکراین کې د «تیریو د اعمالو» په ځواب کې کوي.

د ناټو عمومي منشي ښاغلی سټولټنبرګ وویل چې ناټو غواړي چې د غبرګون لپاره د قواوي شمیر د ۱۳۰۰۰ نه ۳۰۰۰۰ کړي. هغه وویل چې احتمال یې ډیر دی چې ناټو به د چټک غبرګون قوه، چې ۵۰۰۰ عسکر به ولري، هم تصویب کړي.

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل هم په دغه غونډه کې برخه واخلي. په پام کې ده چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن به د روانې اونۍ په پای کې بروکسل ته ولاړ شي او د هغه ځای نه به بیا مونیخ ته ولاړ شي چې په هغه کنفرانس کې به برخه واخلي چې د امنیت په اړه جوړیږي او د اوکراین په موضوع باندې هم خبرې کیږي.

XS
SM
MD
LG