د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي سمندر په اړه د امریکا او چین دریځونه نرم شوي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري د چین د جنوبي اوبو شخړې ته دیپلوماتیک حل غواړي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري د چین د جنوبي اوبو شخړې ته دیپلوماتیک حل غواړي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان د دوشنبې په ورځ د چین په پلازمینه بیجینگ کې د امریکا-چین د ستراتیژیک او اقتصادي دیالوگ د اتم کلنۍ غونډې د پرانستې په مراسمو کې ټینگار وکړ چې د چین د جنوبي سمندر د اوبو په شخړه کې د واشنگتن دریځ بې طرفه دی.

ښاغلي کېري وویل "مونږ د هیځ مدعي یا دعوا پلوي نده کړې. یوازینی دریځ چې مونږ لرو هغه دا دی چې راځئ دا مسله په یو اړخیز اقدام حل نکړو. راځئ چې دا مسله د قانون د پلي کولو له لارې حل کړو."

چین له ډېرې مودې راهیسې متحده ایالات د ښکیلو هیوادونو په پلوي تورنوي او د چین جمهور رئیس شي جنپنگ په دې برخې کې د متقابل باور غوښتنه وکړه.

ښاغلي شي وویل "د آرام سمندر سیمه باید زموږ د ټولو د همکاریو سیمه وي نه د رقابت او سیالیو ډگر. چین له خپلو گاونډیانو سره د دوه اړخیزو گټو، او اخلاص پالیسي چلوي او په دې سیمه کې د سولې او ثبات او پرمختگ پالیسۍ ته ژمن دی"

د ښاغلي کېرې وینا هغو اندیښنو ته اشاره وه چې په سیمه کې د چین د جنوبي سمندر په ټاپوگانو کې په شدت پوځي تاسیسات جوړوي چې اکثرو باندې یې تایوان، ویتنام، فلیپین، برونای او اندونیزیا د مالکیت دعوا لري.

د چین د جنوبي سمندر په اوبو کې هر کال د پنڅه تریلیونو ډالرو په ارزښت سوداگریزه راکړه ورکړه کیږي چې باور کیږي د تیلو او گازو مهمې ځیرمې هم پکې شته.

د هوایي دفاع سیمه

د چین د جنوبي سمندر په اوبو باندې چین، تایوان، ویتنام، فلیپین، برونای او اندونیزیا د مالکیت دعوا کوي.

د چین د جنوبي سمندر په اوبو باندې چین، تایوان، ویتنام، فلیپین، برونای او اندونیزیا د مالکیت دعوا کوي.

خو چین په دې غوسه و چې د راپورونو په اساس، د متحده ایالاتو د څار الوتکو پر دغه سیمه پرواز کاوه او له امله یې بیجینگ د دې سمندر په یوې برخې باندې د هوايي دفاع د تشخیص د ساحې په جوړولو غور کوي.

په دې توگه به هغه ټولې الوتکې چې په دې ساحې باندې پرواز کوي له چین سره ثبتیږي چې په دې فضايي حریم باندې پرواز کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ په منگولیا کې وویل چې دا به په سیمه کې، یو پاروونکی اقدام وي او د بې ثباتۍ سبب به شي.

ښاغلي کېري په بیجنینگ کې د ستراتیژیکو او اقتصادي غونډه کې چې دوه ورځې به دوام وکړي د نويو همکاریو په گډون د اقلیم د بدلون، د نړیوالې روغتیا اړوند د بیړني وضعیت او د اټومي وسلو د نه خپرولو د هڅو په هکله خبرې وکړې.

په دې خبرو کې په شمالي کوریا باندې د نویو بندیزونو لا ټینگول هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG