د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیتي تړون په برخه کې پرمختګ شوی


د رویترز خبري اژنس وایي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د افغانستان دولسمشر حامد کرزي ترمنځ په کابل کې د دوه اړخیزه امنیتي تړون په اړه دخبرو دریم پړاو د شنبې په ماښام په شپږنیمو بجو پیل شو او دواړو خواوو ویلي دي چې په ځینو مهمو مسایلو باندي یې توافق حاصل شوی دی.

هغه ستونزمنې مسلې چې لا پاتې دي په هغو کې دافغانستان دخاورې د تمامیت مسله شامله ده او همدارنګه دافغانستان د مصونیت مسله ده چې د امریکا ا و متحدینو د عسکر و دپاتې کېدلو سره تړاولري.

د اې پې اژانس لیکي چې د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل چې تراوسه پوري لاوخت شته چې په دې سند کار وشي او دا چي تراوسه وروستۍ مرحلې ته ندي رسېدلي. تمه ده چې د شنبې په ماښام دا خبرې وروستۍ مرحلې ته ورسېږي. خو دا خبره لابالکل یقیني نده.

کیري: مونږ یوه فوق العاده ورځ درلودله

جان کیري د امریکا د سفارت مامورانوته وویل چې د دوي ورځ ډیره فوق العاده وه. ښاغلي کیري زېاته کړله چې موږ بیرته ارګ ته ځو چې له ښاغلي کرزي سره ماښامنۍ ډوډۍ وخورو او په دې لړ کې به داهڅه هم وکړو چې که لږ نور پرمختګ وشي.

متحده ایالاتو د افغانستان سره د امنیتي تړون د لاس لیکېدو دپاره د اکټوبر د میاشتې پای د مهلت په توګه ټاکلی دی خو افغانستان بیا وايي چې د دې سند د لاس لیکېدو صلاحیت حکومت ته یواځي لویه جرګه ورکولای شي.

جان کیري د جمعې په ورځ د یوه نا اعلان شوي سفر په لړ کې افغانستان ته ورسیدی. د هغه د سفر هدف دا بلل شوی دی چې غواړي د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون په برخه کې نور پرمختګ هم وشي.

امریکا او افغانستان هڅه کوي چې د اکټوبرد میاشتې تر پایه پوري یوه داسي موافقتنامه لاس لیک کړي چې دهغې له مخې محدود امریکايي عسکر د راتلونکي کال له پای نه وروسته هم په افغانستان کې پاته شي. ټاکل شوې چې ناټو د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي.
XS
SM
MD
LG