د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: ایران باید خپل اخلاص ثابت کړي


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په محتاطانه ډول هیله څرګنده کړې چې ایران سره به یې د اټمي پروګرام په هکله خبرې وشي، خو نوموړي وویل چې ایران باید په دې اړه مثبت او عملي ګامونه پورته کړي چې اخلاص یې ثابت شي.

جان کېري چې جاپان ته یې د خپل سفر په لړ کې په توکیو کې د خبریالانو سره خبري کولې زیاته کړله چې یواځي د ایران تشې وعدې اعتبار نه لري.

څه موده کیږي چې د ایران نوي ولسمشر حسن روحاني د لویدیځو ملکونو سره د پراخې مفاهمې او مذاکراتو خبري کړي دي . د ایران د اټمي پروګرام په هکله دنړیوالې ټولنې ویره یوه مهمه موضوع ده چې باید ایران دغه ویره رفع کړي.

لویدیځ قدرتونه او اسرایل وایي چې ایران د اټمي بم د جوړولو لپاره کار کوي چې خپل اټمي پروګرام پراخ کړي او دا چي په اټمي بټیو کې یورانیم غني کوي . خو ایران دا ردوي او وایي چې اټمي پروګرام یې یواځي سوله ییز هدفونه لري.

لویدیځو قدرتونو پر ایران باندې څو ځلي ډیر کلک اقتصادي بندیزونه ولګول. دغه قدرتونه دایران نه غواړي چې تر هر څه د مخه باید دیورانیمو غني کول بند کړي.

تیره اونۍ د امریکې ولسمشر بارک اوباما د ایران د ولسمشر سره په ټلفون وغږیدی او هیله یې څرګنده کړله چې د ایران داټمي پروګرام شخړه به په بشپړه توګه د خبرو له لارې حل شي او دواړه ملکونه به ښې اړیکې ولري.

XS
SM
MD
LG