د لاس رسي وړ اتصالات

جان کېري په ناڅاپي سفر بغداد ته ولاړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د عراق له صدراعظم العبادي سره د کتنې پر وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د عراق له صدراعظم العبادي سره د کتنې پر وخت

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د جمعې په ورځ عراق ته سفر وکړ چې د هغه هیواد د صدراعظم حیدر العبادي او د کردستان د سیمه ییز حکومت د صدراعظم نوشیروان بارزاني سره یې وکتل.

د ښاغلي کېري د سفر هدف د عراقي مشرانو سره د امنیتي، اقتصادي او سیاسي چلنجونو په اړه خبرې دي چې دغه هیواد ورسره مخامخ دی.

کېري بغداد ته د یو ورځني سفر په ترڅ کې د عراقي چارواکو سره خبرې وکړې او هغوی ته یې د عراق د حکومت څخه د امریکا د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ.

کېري عراق ته په داسې وخت کې سفر کوي چې عراقي ځواکونه هڅه کوي چې د داعش نه د موصل ښار ونیسي. دغه ښار په ۲۰۱۴ کال کې داعش نیولی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یوې اونۍ لپاره د منځني ختیځ او آسیايي هیوادونو په سفر وتلی دی.

د روانې اونۍ په پیل کې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په عراق کې به څو نورې کوچنۍ پوځي اډې پرانزي چې د پنتاگون د اوپراسیون د رئیس د مرستیال اندریو لویس په وینا د جگړې د لومړی کرښې لپاره پوځي ملاتړ برابر کړي.

له بلې خوا د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې رئیس جوزوف دنفورت او د دفاع وزیر اش کارتر غواړي د اسلامي دولت د ډلې یا داعش سره د جگړې لپاره د نورو امریکایي عسکرو د استولو غوښتنه وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند تیره اونۍ وویل چې د امریکا جمهور ر٠ئیس بارک اوباما به په دې غوښتنې باندې په احتیاط سره غور وکړي.

XS
SM
MD
LG