د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې لاسي بم ۲۰ کسه ټپیان کړي


په خوست کې لاسي بم ۲۰ کسه ټپیان کړي
په خوست کې لاسي بم ۲۰ کسه ټپیان کړي

نن سهار په خوست کې يو نا معلوم کس د خلکو په منځ کې پر پوليسو د لاسي بم ګذار وکړ، چې له امله يې د يوه پوليس په ګډون نږدې شل ملکیان ټپيان شول.

ياده شوې بمي چاودنه نن سهار د هغه لاسي بم د ګذار په پايله کې رامنځته شوه، چې يوه نا معلوم کس د خوست ښار په زړه کې په سرګردان چوک کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د پوليسو لور ته ور ګذار کړ.

د خوست د پوليسو وياند زيارت ګل اژانس وايي، چې په دې چاودنه کې پوليسو ته زيان ندی اوښتی، خو نږدې شل ملکي کسان، چې په ښار کې په سودا اخيستلو مصروف وو، ټپيان شوي او د يو شمېر روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د خوست د ملکي روغتون رئيس ډاکټر مجيد منګل وايي، چې له يادې شوې چاودنې وروسته دوي ته د يوې ښځې په ګډون ۱۷ تنه په ټپي حالت کې ور وړل شوي، چې يو پوليس هم پکې شامل دی.

تر اوسه د دې بم غورځوونکی ندی نيول شوی او نه يې هم مسووليت چا پر غاړه اخيستی، خو د پوليسو وياند زيارت ګل اژانس وايي، چې په تور يې يوولس مشکوک کسان نيول شوي دي.

پخوا هم څوځلې داسې شوي چې په مختلفو وختونو کې نامعلومو کسانو د امنيتي ځواکونو لورته لاسي بمونه غورځولي، خو زيات زيان يې ملکيانو ته اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG