د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی


په خوست کې مدني ټولنې د تېرې اوونۍ په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو په ویر، درې ورځنی ماتم اعلان کړ.
په خوست کې مدني ټولنې د تېرې اوونۍ په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو په ویر، درې ورځنی ماتم اعلان کړ.

زرګونو کسانو د خوست ښار په ستر جامع جومات کې د هغو وژل شويو کسانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ، چې د پنجشنبې په ورځ د مظاهرې پرمهال په یو ځانمرګي برید کې ووژل شول.

همدارنګه دغو وژلو کسانو ته د درناوي او د هغوی له کورنيو سره د وير د شريک کولو په خاطر په دې ولايت کې درې ورځنی ماتم هم اعلان شوی، چې له کبله د یکشنبې په ورځ ښار هم تړل شوی و.

د ښار پر دوکانونو او مارکېټونو تور بېرغونه هم ځړول شوي او ياتره سيمه ييزو رسنيو د ټنګ ټکور ټول پروګرامونه ځنډولي او ديني خپرونې خپروي.

په خوست کې د ياد شوي درې ورځني ماتم په ترڅ کې د ښار په مختلفو کوڅو او لارو کې په ياده شوې پېښه کې د وژل شويو کسانو ډله ييز عکسونه هم ځړول شوي دي.

د پنجشنبې ځانمرګې حملې په يوه مظاهره کې، چې له دندې څخه يې د خوست د سرپرست والي د لرې کولو غوښتنه کوله، تر ۲۰ زيات مظاهره کوونکي ووژل او کابو ۶۲ نور يې ټپيان کړل.

ادم خان د خوست د مرکز د غړومبي د سيمې اوسېدونکی دی، په دغه برید کې د هغه یو ورور هم وژل شوی دی.

ادم خان وايي"زما يو ورور انجينر ظريف اتل، چې له کمپيوټر ساينس پوهنځي فارغ شوی و، هم په دې شهيدانو کې شامل دی. دا ټول شهيدان د ټولو خوستوالو وروڼه دي. دا ټول بې ګناه قرباني شول. زموږغوښتنه دا ده، چې د خوست د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب وویل شي."

په همدې حال کې په يادې شوې ځانمرګې حملې کې د قرباني شويو د کورنيو غړي او خپلوان له حکومته جدي غوښتنه کوي، چې د يادې پېښې عاملين ونيسي او په علني ډول د قانون له مخې ورته سزا ورکړي.

انجينر حيدرولي منګل، چې په ياد شوي بريد کې يې نږدې خپلوان له لاسه ورکړی، امريکاغږ ته وويل "يواځې او يواځې هغه څه، چې زموږ د زړونو تسليت پرې کېږي، هغه د عدالت او حق غوښتنه ده. کشفي او امنيتي ارګانونه بايد جدي لاس په کار شي. د دې پېښې ترشا، چې د هر چا لاس وي، پيدا او په علني ډول يې په سزا ورسوي."

د خوست ښار دوکاندارانو او سوداګرو بيا د قرباني شوو کسانو له کورنيو سره د مرستې لپاره د يوه بانکي حساب پر پرانستلو سربېره په مرکز او ولسواليو کې د نغدي مرستې راټول پيل کړي دي.

د پېښې په اړه پلټنه کیږي

جمهور رئيس اشرف غني د يادې شوې پېښې او د خوست د ځینو وکیلانو او والي ترمنځ د پېدا شوې ستونزې د څېړلو په موخه د سرحدونو او قبايلو چارو د پخواني وزير اکرم خپلواک پر مشرۍ يو پلاوی دې ولايت ته استولی دی.

اکرم خپلواک امريکاغږ ته وويل، چې د پېښې پر څېړنې سربېره د سرپرست والي پرضد د روانو اعتراضونو د هواري لپاره له قومي مشرانو سره يو ځای پر يوه طرحه کار کوي او بيا يې ولسمشر غني ته وړاندې کوي.

ده وویل "د خوست خلک د سولې او امنيت کلک طرفدار دي، کومه خاصه ستونزه نشته. موږ د شهيدانو په فاتحه کې ګډون وکړ. له ټولو مشرانو سره مو ليدنې ډېر مثبتې او موثرې دي، زه مطمئن يم، چې انشاالله ډېر ژر به يوې نتيجې ته ورسېږو او خوست کې به حالت نور هم نورمال او امنيت پياوړی شي."

له ښاغلي خپلواک سره په دې پلاوي کې پخوانی والي انجنير دلبرجان ارمان، د پوهنتونونو د استادانو د اتحاديې رئيس استاد تاج محمد اکبر، قومي مشر علي احمد خان خوستی او ځينې نور کسان هم شامل دي.

په خوست کې وړاندې هم په یو شمېر ځانمرګو بریدونو او نورو چاودنو کې ډېر ولسي خلک وژل شوي، خو دا لومړی وار و چې په یوې سیاسې اعتراضیه غونډې باندې ځانمرګی برید کیږي.

طالبانو ویلي چې دا برید دوی نه دی کړی، خو د افغانستان د استخباراتو اداره وايي چې برید د حقاني شبکې کړی دی.

XS
SM
MD
LG