د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې په چاودنې کې درې تنه وژل شویدي


خوست کې په چاودنې کې درې تنه وژل شویدي

خوست کې په چاودنې کې درې تنه وژل شویدي

د شنبې په سهار په خوست ولايت کې په ځانمرګي بريد کې د پوليسو د يوه قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي او پنځه ويشت نور ټپيان دي.

په خوست ولايت کې يو تن ځانمرګي بريد کوونکي د پوليسو پر يوه قوماندان او د ده پر ساتونکو بريد کړی، چې په پايله کې يې د دغه قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي او پنځه ويشت نور ټپيان دي.

ياد شوی ځانمرګی بريد يو تن، چې پلی روان و، د شنبې په سهار د اوو بجو په شاوخوا کې د خوست ښار لويديځ ته د پوليسو د چټک غبرګون د قطعې پر قوماندان ډګروال ظاهر ځاځي ترسره کړ، چې په پايله کې يې دغه قوماندان، يو تن پوليس او يو ماشوم ووژل شول.

د خوست د عامې روغتيا سرپرست رئيس ډاکټرهدايت الله حميدي د امريکا غږ اشنا راډیو ته وويل، چې له پېښې وروسته د خوست ملکي روغتون ته درې مړي، چې دوه يې پوليس او يو ماشوم دی، وروړل شوي او دغه راز پنځه ویشت نور کسان، چې ډېری يې ملکي وګړي دي، روغتون ته په امبولانسونو کې انتقال شوي دي.

ډاکټر حميدي وايي، په ټپيانو کې د شپږو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و، چې په خوست کې د مېشتو امريکايي ځواکونو روغتون ته لېږدول شوي دي.

د خوست د پوليسو د چټک غبرګون د قطعې د وژل شوي قوماندان ساتونکی، چې په دې بريد کې برسېرن ټپي شوی او دغه پېښه يې په خپلو سترګو لېدلې ده، اشنا راډيو ته وويل، بريد کوونکی د کم عمر ځوان و، چې سره وېښتان يې درلودل.

نوموړي وويل، کله يې چې پر دغه کس د بريد کوونکي شک راغی، نو و يې غوښتل، چې د موټر څخه يې لاندې کړي، خو وړاندې تر دې چې د ده موټر ورورسېږي، ځان ته يې چاودنه ورکړه. د نوموړي په وينا کې دغه ځانمرګی بريد داسې مهال وشو، چې قوماندان ډګروال ظاهر له خپلو ساتونکو سره د ګزمې په موخه له خپل دفتر څخه راووت.

د خوست د والي وياند مبارز محمدځدران وايي، چې په دې بريد کې قوماندان ډګروال ظاهر، د ده يو ساتونکی او يو دوولس کلن ماشوم وژل شوي او د اتو پوليسو په ګډون دروېشت ملکي وګړي ټپيان شوي دي. نوموړی وايي، چې په ټپيانو کې درې ښځې، درې ماشومان او پاتې نور يې ځوانان دي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې تر اوسه د دغه بريد کوونکي هويت ندی معلوم شوی، ځکه، چې په چاودنه کې نوموړی ټوټه، ټوټه شوی، خو له نښو نښانو داسې ښکاري، چې د کوم بهرني هېواد تبعه دی.

بل پلو د خوست ولايت اوسېدونکو د امريکا غږ اشنا راډيو سره په خپلو خبرو کې دا ډول بريدونه په کلکه وغندل او له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې څخه يې په کلکه وغوښتل، چې د وسله والو طالبانو د هر ډول بريدونو مخنیوی وکړي.

د يادونې وړ ده، چې دوه اوونۍ وړاندې هم يو شمېر وسله والو طالبانو د پوليسو د چټک غبرګون د قطعې پر ودانۍ بريد کړی و. د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد يعقوب وايي، چې په ياد شوي وسله وال بريد کې د يوه ملکي وګړي په ګډون پنځه افغان سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.

بل طرف په خوست کې د مېشتو بهرنيو سرتېرو مطبوعاتي دفتر وايی، چې د شنې په سهار د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د دوی د ځواکونو پر کاروان ځانمرګی بريد وشو، خو وايي، چې کوم تلفات نلري.

د يادو شويو دواړو ځانمرګو بريدونو پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې او ادعا يې کړې، چې ګڼ شمېر افغان او بهرني سرتېري يې وژلي، خو د خوست ځايي چارواکيو د وسله والو طالبانو دغه ادعا بې بنسټه وبلله.

د يو بل خبر له مخې د پکتیکا ولايت د اوبو لګولو رئیس ګل محمد علي خېل د ناڅرګندو وسله والو لخوا ووژل شو. د دې ولايت د والي وياند مخلص افغان اشنا راډيو ته وويل، چې نوموړی د جمعې په ماښام د مرکز ښرنې او یوسف خېلو ولسوالۍ تر منځ پر لاره ناپېژاندو وسله والو وواژه.

که څه هم تر اوسه د نوموړي د وژنې پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې، خو مخلص افغان يې د وسله والو طالبانو کار بولي.

XS
SM
MD
LG