د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د ماشومانو مړینه زیاته شوې


په خوست کې د ماشومانو مړینه زیاته شوې
په خوست کې د ماشومانو مړینه زیاته شوې

د خوست د عامې روغتيا کارکوونکي وايي، چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د نويو زېږېدونکو ماشومانو مړينه زياته شوې ده. دوی يې علت د ميندو بې پروايي او روغتيايي خدماتو ته نه لاس رسی بولي.

په خوست کې د عامې روغتيا مامورين وايي، چې په دې ولايت کې په دې وروستیو کې د نويو زيږېدونکو ماشومانو د مړينې په کچه کې زياتوالی راغلی دی او هره مياشت له څلوېښتو تر پنځوسو ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په دې ولايت کې د عامې روغتيا رئيس ډاکټر هدايت الله حميدي اشنا راډيو ته وويل، چې په تېره يوه مياشت کې د خوست په ملکي روغتون کې نږدې څلوېښت نوي زيږيدلي ماشومان د روغتيايي ستونزو له امله مړه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې کې ډېری هغه ماشومان شامل دي، چې وزن يې له يو کيلوګرام څخه کم و او پاتې نور يې بيا د يو شمېر نورو ستونزو له امله مړه شوي دي.

ډاکټر هدايت الله حميدي په دې اړه وايي: (( په تېره مياشت کې د خوست په ولايتي مرکزي روغتون کې ۸۰۰ نارمل ولادتونه شوي، چې د هغې له جملې څخه ۳۸ ماشومان مړه شوي، په دې شمېر کې ۱۹ هغه ماشومان وو، چې وزن يې کم و يعنې يو نوی پيدا کېدونکی ماشوم بايد ۳۰۰۰ ګرامه وزن ولري، نو هغه پايښت مومي، خو که چېرې ۸۰۰ ګرامه وزن ولري، نو د هغوی ژوندي پاتې کېدل ناممکن دي)).

ډاکټر هدايت الله حميدي د نويو زېږيدونکو ماشومانو د مړينې کچې د زياتوالي علتونه غذايي رژيم، د حاملګۍ پر وخت د درنو کارونو ترسره کول، په خپلسر د دارو درملو خوړل او د دوو ماشومانو تر منځ د فاصلې نه مراعتول په ګوته کړل.

هغه وويل، چې که مور او پلار دغو څو خبرو ته جدي پاملرنه وکړي، نو تر ډېره د ماشومانو د مړينې د مخنيوي په برخه کې مرسته کوي.

(( د دې مختلف علتونه دي، چې اکثره د خلکو غذايي رژيم دی، په خپلسر د دوا خوړل هم يو علت کېدای شي، بل د کورنۍ سمبالتيا يعنې هر ماشوم دوه کاله شيدې بايد وخوري او مور بايد د دوو ماشومانو تر منځ ۳۰ مياشتې فاصله وټاکي او بل دا چې د کمزوري اقتصاد له کبله د درنو کارونو تر سره کول هم دې يو علت کېدای شي)).

د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حميدي راسره د خوست په ملکي روغتون کې د ماشومانو څانګې ته ورغی او يو شمېر هغه ماشومان يې راته وښودل، چې له وخته مخکې پيدا شوي او لا يې هم خپل وزن نه و پوره کړی او ډېر کمزوري ښکارېدل.

(( دا يو ماشوم د اوو مياشتو پيدا شوی او هغه بل ماشوم، چې تاسو يې ګورئ، دا د اتو مياشتو پيدا شوی دی)).

ښاغلی حميدي وايي، چې دوی دا مهال په دې روغتون کې د دا ډول ماشومانو د درملنې لپاره او د هغوی د سالم ساتلو لپاره درې ماشينونه لري، خو وايي، چې په نوي ملکي روغتون کې، چې په راتلونکو څو ورځو کې به فعاليت پيل کړي، د دې ماشينونو شمېر زيات دی.

نوموړي دا هم وويل، چې دوی خپلې څېړنې پيل کړي، تر څو په اساسي ډول په دې ولايت کې د ماشومانو د مړينې د کچې د راټيټولو په برخه کې مرسته وکړي.

(( هغه ماشومان، چې د ولادت نه مخکې او يا وروسته مړه کېږي او يا يې وزن کم وي، نو په دې باندې موږ ريسرچ يا څېړنه پيل کړې ده)).

هغه د خوست له ټولو خلکو غوښتنه وکړه، چې د ډاکټر له مشورې پرته دې په خپلسر هېڅ وخت درمل نه خوري او هڅه دې وکړي، چې تر ټولو نږدې ډاکټر ته ورشي او د هغوی په مشورو عمل وکړي.

خو ستونزه دا، چې د خوست په يو شمېر لېرې پرتو سيمو کې يا خو روغتيايي مرکزونه نشته او که شته هم، د مسوولينو په وينا هلته ډاکټران زړه نه ښه کوي، چې د يو شمېر ستونزو له امله خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG