د لاس رسي وړ اتصالات

خوستیان سږکال ۶۰ زره نور زده کونکي ښوونځي ته لېږي


د خوست د پوهنې چارواکي وايي چې د نوي تعليمي کال لپاره يې د زده کوونکو او ښوونکو د ستونزو د حل لپاره پر يوه پلان کار کړی دی چې له مخې به يې ډېرې ستونزې حل شي. ټاکل شوې چي سږکال شپېته زره زده کوونکي په ښوونځيو کې جذب شي.

د خوست د پوهنې رياست مامورين وايي چې د نوي تعليمي کال لپاره يې په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې د ستونزو د حل او د پرمختګ د رامنځته کولو لپاره په تېرو دريو مياشتو کې جدي کار کړی دی.

د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي امريکا غږ ته وويل چې په نوي تعليمي کال کې به تر ډېره حده د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي، زده کوونکو ته به درسي مواد په وخت ورسوي او د يو شمېر ښوونځيو لپاره به ودانۍ هم جوړې کړي.

فضلي زياته کړه چې سږ کال به تر اتلسو پورې نوي ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي او د څوارلسو ښوونځيو لپاره به د سرپناه په برخه کې شته ستونزې حل کړي. هغه داسي وویل،،موږ پلان لرو چې سږکال اتلس بابه نوي ښوونځي جوړ کړو. د څوارلسو ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړو چې په دې کې دوه بابه د زراعت ليسې هم شاملې دي چې په نادرشاه کوټ او ځاځي ميدان کې يې جوړوو. پنځه بابه ديني مدرسې په مرکز، ځاځي ميدان او تڼيو ولسواليو کې جوړوو،،.

د خوست د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي همدارنګه وايي چې په ښوونځيو کې د نويو زده کوونکو د جذب لپاره هم په مرکز او ولسواليو کې پراخ کمپاين پيل شوی.

هغه زياته کړه چي دوي هڅه کوي چې د دغه کمپاين په ترڅ کې چې ديني عالمان مخور قومي مشران او سپين ږيري پکې ګډون لري له مخې يې شپېته زره نجونې او هلکان په ښوونځيو کې شامل کړي. هغه داسي وویل ،،موږ ته هدف راکړل شوی دی چې تاسو څه باندې دېرش زره هلکان او درويشت زره نجونې په ښوونځيو کې په مختلفو ټولګيو کې شاملې کړئ،،.

د ښوونکو شمیر مو لږ دی

د پوهنې د مامورينو په حواله سږکال يې يوازې شپېته ښوونکي په دندو ګمارلي دي په داسې حال کې چې دوي څلورو سوو نورو ښوونکو ته هم اړتيا لري او د پوهنې له وزارته غوښتنه کوي، چې لږترلږه د ښوونکو په تشکيل کې اضافه والی راولي.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي، چې د ښوونکو او زده کوونکو يوې غونډې ته يې خبرې کولې، وويل، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د پوهنې په ډګر کې بې ساری پرمختګ شوی دی.

هغه زياته کړه چې د لسګونو زرو نجونو او هلکانو لپاره د مرکز په ګډون په لرې پرتو سيمو کې د زده کړې زمينه برابره شوې لسګونو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې او د ښوونکو زياته فيصدي له مسلکي زده کړو برخمن شوي دي. ،،په خوست کې د معارف په برخه کې تر ډېره حده پرمختګ شوی دی. تر ډېره حده تلاشونه شوي او نتيجه يې ډېره بهتره ده. خو زه فکر کوم چې لاهم زيات پرمختګ کيدای شي او لا هم زياته بهتري پکې راتلای شي خو شرط دا چې د پلان له مخې عملي قدمونه واخيستل شي،،.

والي عبدالجبارنعيمي همدارنګه وايي چې ولايتی اداره نورې هڅې هم کوي چې د مسلکي ښوونکو د روزلو او د زده کوونکو د پوهې د لوړاوي لپاره لانورې اسانتياوې هم برابرې کړي.

د يادونې وړ ده، چې په خوست کې تر درې سوه پنځوس زيات ښوونځي فعال دي چې د يوسل اوشل زره نجونو په ګډون پکې درې سوه او پنځوس زره زده کوونکي زده کړې کوي.

همدارنګه په دې ولايت کې د پوهنې د رياست په چوکاټ کې درويشت ديني مدرسې هم فعالې دي چې زرګونه طالبان پکې زده کړې کوي. ټاکل شوې سږ کال درې نورې ديني مدرسې هم خپل فعاليت شروع کړي.
  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG