د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست په حکومتي ادارو کې د ښځو ونډه بیخې کمه ده


په خوست کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې په حکومتي ادارو کې ښځو ته د کار نه ورکول د هغوی په ژوند بدې اغیزې کوي.
په خوست کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې په حکومتي ادارو کې ښځو ته د کار نه ورکول د هغوی په ژوند بدې اغیزې کوي.

د رسمي ارقامو له مخې، دامهال د خوست په ټولو حکومتي ادارو کې ۲۴۰ مېرمنې په ملکي او شپږ په نظامي برخو کې کار کوي، په دوی کې ښوونکې او ډاکټرانې هم شاملې دي په داسې حال کې، چې د نارينه ملکي مامورينو شمېر ۷۹۷۶ تنو ته رسېږي.

د ښځو د حقونو مبارزين وايي، چې په خوست کې د لوستو ښځو شمېر کال تر بل زياتېږي، خو کاري فرصتونو ته اندېښمنې دي، ځکه د دوی په خبره په حکومتي ادارو کې يې ونډه مخ پر ځوړ روانه ده.

مدني فعاله زينب افغان وايي، چې دغې برخې ته د دولت نه پاملرنه په مجموع کې د باسواده ښځو د نااميدۍ او له زده کړو څخه د هغوی د زړه د تورېدو لامل ګرځي.

هغه وايي "د ولايت په کچه زياتره پروګرامونو ته مېرمنې نه غوښتل کېږي، ولې ښځې نه وي پکې؟ ځينې ښځې داسې ښې مفکورې لري، چې ډېر نارينه يې هم نلري. که چېرې ښځو ته په هر ارګان، اداره او پروګرام کې برخه ورکړل شي، نو د ښځو زړونه به نه ماتېږي."

په ټوليز ډول په افغانستان کې د ډاډمن امنيت نشتوالی او دغه راز کلتوري مسائل نه يواځې د مېرمنو د کار، بلکې د هغوى د زده کړو په مخ کې هم لوى خنډونه ګرځيدلي دي.

خو د دې ترڅنګ د خوست د ښځو چارو رئيسه مېرمن ډاکټره ملالۍ ولي د دغه ولايت په دولتي ادارو کې د ښځينه مامورينو د کموالي دوه نور عمده لاملونه هم په ګوته کوي.

هغه وايي "په خوست کې نارينه نه غواړي، په هغو ادارو کې چې دوی کار کوي، ښځينه مامورينې حاکمې شي او کار وکړي. هغه پرمختګ چې ښځې غواړي په يوه اداره کې يې وکړي، نارينه ورته زمينه نه مساعدوي. دويم لامل يې دا دی، چې د لوړو معاشونو په خاطر موسساتو کې کار کوي."

د ښځو چارو رئيسې ډاکټرې ملالۍ ولي له وزارتونو وغوښتل، چې د لوستو مېرمنو د کاري فرصتونو لپاره په خپلو ولايتي دفترونو کې د ښځو لپاره بستونه ځانګړي کړي.

"ښځو ته زمينه مساعده ده. دولت نوره زمينه هم بايد ورته مساعده کړي او د دوی په خاطر بستونه اعلان کړي. مثلاً وزارت ووايي، چې په دغه رياست کې دې له ۵ -۱۰ خويندې دندې ترسره کړي."

په همدې حال کې په دې ولايت کې د اداري اصلاحاتو د کمېسيون مشر هارون مجاهد دا نه مني، چې ګني په دولتي ادارو کې د مامورينو د استخدام پرمهال له ښځينه وو سره توپيري چلند کېږي.

د خوست والي حکم خان حبيبي بيا له امريکاغږ سره په خبرو کې په ټينګار سره وويل، هڅه کوي، چې په دولتي ادارو کې د ښځينه مامورينو د ګمارنې په برخه کې شته ستونزه په بنسټيز ډول هواره کړي.

"زموږ لپاره نارينه او ښځينه مامورين يو شان دي او مساوي حقوق لري. دوی حق لري، چې هر بست ته د ازاد رقابت له لارې اسناد ورکړي او زه دا ډاډ درکوم، انشاالله چې له دوی سره به زياتی نه کېږي. د دوی امتياز به تر نورو ځکه ډېر وي، چې لوستې خويندې غواړي د خپل ولس لپاره خدمت کوي."

والي حکم خان حبيبي د دې ولايت په دولتي ادارو کې د ښځينه مامورينو د کمښت يواځينی لامل کلتوري مسائل وبلل.

هغه له ښځينه لوستو مېرمنو وغوښتل، چې د خپلو خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د خدمت لپاره په دولتي ادارو کې دندې واخلي.

XS
SM
MD
LG