د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مرسته د خوست - گردیز د لویې لارې د کار پیل


د خوست - ګردېز لاره څه باندې سل کيلومتره اوږدوالی لري چې په تېرو اتو کلونو کې د دغه سړک شاوخوا ۷۵ فيصده د ډېرو سختو امنيتي شرايطو په ترڅ کې په پاخه ډول جوړه شوه، خو د پاتې برخې کارونه یې په ټپه دردېدلي وو.

د دې لويې لارې شاوخوا ۲۵ کيلومتره سړک خام دی، خو تر اوږده ځنډ وروسته يې اوس تازه د جوړېدو چارې په عملي توګه پيل شوې دي.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي وايي، چې پر دغه سړک نږدې ۳۳ ميليونه ډالر لګښت راځي، چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له لوري ورکول کېږي او د راتلونکو اتلسو مياشتو په موده کې به يې کارونه بشپړ شي.

هغه په دې اړه وویل " څه د پاسه ۳۲ ميليونه ډالر دي، چې USAID يې ورکوي او د فوايد عامې وزارت له لوري به يې کارونه څارل کېږي. تېر کال هم د خوست- ګردېز لارې ۱۳ کيلومتره سړک جوړ شوی دی".

د خوست گردیز د لوی لارې د کار جریان
د خوست گردیز د لوی لارې د کار جریان

ښاغلی نعيمي وايي، چې د خوست-ګرديز ترمنځ د لويې لارې جوړول په اقتصادي، تجارتي، امنيتي او ځينو نورو برخو کې د خوست او دغه راز د افغانستان د ځينو نورو ولايتونو د خلکو لپاره حياتي ارزښت لري.

هغه د خوست - غلام خان ترانزيټي لارې ته په اشارې سره وويل، چې د دې سړک جوړېدل به د هېواد مختلفو ولايتونو ته په خپل وخت د تجارتي مالونو په انتقالولو کې مهم رول ولري.

په بشپړ ډول د دې سړک جوړېدل د سيمې د خلکو له مهمو اړتياو او په تیرو ديارلس کلونو کې د هغوی د اساسي غوښتنو څخه ګڼل کېږي.

په خوست کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان جنرال محمدناصر هدايت امريکاغږ ته وويل، چې په خوندي توګه د دغې لارې د جوړېدو لپاره يې ځانګړي امنيتي پلانونه جوړ کړي دي.

هغه په دې اړه زیاته کړه " دا ځل به د دې لارې د جوړېدو په مخ کې هيڅ ډول امنيتي ستونزې خنډ ونه ګرځي او کارونه به يې پرته له کومې ويرې پر مخ لاړ شي".

د خوست ولايتي چارواکي وايي، چې که څه هم د دغه جوړېدونکي سړک ډېره برخه د پکتيا په خاوره کې تېره شوې، خو د ښه کيفيت لپاره به دوی ترې جدي څارنه وکړي.

د خوست- ګردېز يو تن ټکسي چلوونکي ابراهيم امريکاغږ ته وويل، چې د يادې شوې لارې پر جوړېدو سره به يې ستونزې هوارې شي، خو له چارواکو غوښتنه کوي، چې د قراردادي شرکت د تېښتې مخنيوي ته متوجه اوسي.

ابراهيم زياته کړه " تر دې مخکې هم له يو شمېر شرکتونو سره قراردادونه شوي، خو د سړک جوړېدو مخکې له پيسو سره تښتېدلي دي. دا ځل بايد دغه ساختماني شرکت جدي وڅارل شي".

د خوست-ګردېز لويې لارې د جوړولو کار په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې لوري د څه باندې سل ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت سره پيل شوی و.

د چارواکو په وينا دوې بهرنۍ ساختماني کمپنۍ او يو شمېر افغان ساختماني شرکتونه د سختو امنيتي شرايطو له امله د دې لويې لارې په جوړولو کې پاتې راغلل.

د ارقامو له مخې په تېرو اتو کلونو کې د دې لارې د جوړېدو پر مهال د وسله والو کسانو په سلګونو وسله والو بريدونو او بمي چاودنو کې ګڼ شمېر کورني او بهرني انجينران، کارګران او لسګونه ساتونکي يې وژل شوي دي.

همدارنګه د يو بل خبر له مخې نن د خوست په مرکز کې د شيخ زايد پوهنتون ترڅنګ د کوچيانو زده کوونکو لپاره د يوه ښوونځي وداني ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د خوست د پوهنې رئيس بخت نور بختيار وويل، دغه وداني ۱۳ تدريسي او اداري خونې لري، چې د نړيوال بانک له لوري د څه باندې ۵ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کال په موده کې جوړه شوې او په يوه وخت کې د ۸ سوه زده کوونکو د ځايولو وړتيا لري.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG