د لاس رسي وړ اتصالات

ایتلاف: خوست کې د حقاني د ډلې قومندان وژل شوی


ایتلاف: خوست کې د حقاني د ډلې قومندان وژل شوی

ایتلاف: خوست کې د حقاني د ډلې قومندان وژل شوی

د ایتلاف قواوې وايي د دوی عسکرو د حقاني د ډلې یو قوماندان له دوه نورو یاغېانو سره په یوه نښته کې وژلی دی. رپوټ وايي دغه نښته ددوشنبی په ورځ د افغانستان په ختیځو سیمو کې پېښه شوه.

د ناټو په مشرئ د نړېوالو سوله ساتونکو قواوو نطاق نن وویل، میروېس صبری په هغه نښته کې ووژل شو چې په سیمه کې په تالاشئ بوختو افغان او نړیوالو قواوو باندې له حملې کېدلو نه وروسته پېښه شوه.

د آیساف قواو په یوه خبر لیک کې ویل شوي چې صبري، د خوست د صبریو په ولسوالئ کې پر افغان او نړېوالو عسکرو بریدونه تنظیمول

له بل پوله آیساف دا هم تائېد کړله چې د کونړ په ولایت کې یې د طالبانو دوه مشران وژلي او دریم یې نیولی دی. آیساف وايي، د جنوري په اتمه او نهمه یې په کندز کې هم عملیات کړيدي.

ناټو دا اعلان هم وکړ چې دهغو دری افغان پولېسانو د وژلو تحقېقات کوي چې د ایتلاف په یوه هوايی برید کې د دایکندي په ولایت کې وژل شوي وو. درې نور پولیس په دغه حمله کې چې د یکشنبې په ورځ ناوخته وشوه زخمي شوي هم وو.

د ایتلاف عسکرو وویل چې دوی د هوايي بمبارئ غوښتنه هغه وخت وکړله چې نهه تنه وسله وال یې ولیدل چې ځانونه یې یوې ناڅاپي حملې ته برابرول. دا بیا وروسته معلومه شوله چې د ایتلاف قواوو پر پولیسو باندې د یاغیانو گومان کړی و.

XS
SM
MD
LG