د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې ۲۱زره نالوستو ښځو لیک لوست زده کړی


د خوست د سواد زده کړې د مرکز مسووله خاور اميري وايي چې په تېرو دریو کلونو کې ۲۱ زره بې سواده ښځو ته ليک لوست زده کړی دی.
د خوست د سواد زده کړې د مرکز مسووله خاور اميري وايي چې په تېرو دریو کلونو کې ۲۱ زره بې سواده ښځو ته ليک لوست زده کړی دی.

په خوست کې د سواد زدکړې مسوولين وایي چې په تېرو دريو کلونو کې ۲۱زره ښځو ليک او لوست زده کړی دی.

په افغانستان کې د ليک او لوست زده کړې د پياوړتيا پروګرام د یونېسکو موسسې په۲۰۰۸ کې د جاپان په مالي مرسته پیل کړ.

په خوست کې د سواد زده کړې د مرکز مسووله خاور اميري وايي چې د سواد زده کړې د پروګرام له لارې یې په تېرو شاوخوا دریو کلونو کې پر نارينه سربېره ۲۱ زره بې سواده ښځو ته ليک لوست زده کړی دی.

مېرمن خاور زياتوي چې اوسمهال د خوست په مندوزي او تڼي ولسواليو او د مرکز د مختلفو سيمو په کورونو کې د ښځو لپاره ۲۸۲ فعال صنفونه لري، چې شاوخوا ۸۵۰۰ ښځې پکې زده ړې کوي.

هغې امريکا غږ اشنا ته وويل" دغو فارغو شاګردانو ته موږ تصديق پاڼې ورکوو. دوی چې هر ښوونځي ته د نورو زده کړو لپاره ځي، موږ يې ورمعرفي کوو. د هر پروګرام په پای کې بل پروګرام شروع کوو."

خاور اميري وويل پلان لري چې د ليک لوست د زده کړې دغه پروګرام د خوست ولایت د ګربز او نادرشاه ګوټ په ولسوالیو کې هم پیل کړي.

د خوست ولایت مسوولين وايي، د سواد زده کړې د پياوړتيا پروګرام تعلیمي موده نهه میاشتې ده او هر څوک چې ترې فارغ کیږي، د څلورم ټولګي برابر تصدیق پاڼه ورکول کیږي.

محبوبه د همدغه پروګرام یوه ښوونکې ده، دا وايي "زه دوه ټولګي لرم، چې په هر يوه کې ۳۰، ۳۰ ښځې دي. هر يوه ټولګي ته دوه ساعته تدريس کوم. دوی له دې لارې کولی شي خپل حقوق وپېژني."

پېغله خماري د ياد شوي پروګرام يوه بله ښوونکې ده. هغې له امريکا غږ اشنا سره په خبرو کې د نالوستو ښځو د باسواده کولو د روان بهیر په اړه خوشبینه څرګنده کړه اود روان ساتلوغوښتنه یې وکړه.

د سواد د زده کړې چارواکي وايي دا مهال په خوست کې زرګونه نالوستې ښځې او نجونې د سواد د زده کړې په پروګرام کې په زده کړو بوختې دي.
د سواد د زده کړې چارواکي وايي دا مهال په خوست کې زرګونه نالوستې ښځې او نجونې د سواد د زده کړې په پروګرام کې په زده کړو بوختې دي.

خماري وویل" لومړی مطلق بې سواده وې، په الفباء هم نه پوهېد. زه يوه ورځ له يوې ورېندارې سره چې په دغه پروګرام کې یې درس ویلی و، ښار ته لاړم، هغې يوه لوحه ولوستله.

زه ډېره خوشحاله شوم، هغه خور، چې پر حروفو هم نه پوهېده، اوس لوستل کولی شي. دوی د ژوند د نورو پړاوونو ستونزې هم حلولی شي"

د خوست د پوهنې رئيس انجينر بخت نور بختيار وايي، که څه هم ياد شوی پروګرام ځينې نيمګړتياوې لري، خو لاس ته راوړنې یې تر ستونزو ډېرې او پام وړ دي، چې باید دغه پروګرام نور هم پراخ شي.

هغه وايي "يونېسکو په پام کې لري، چې ۱۸۹ نور صنفونه هم جوړ کړي. زموږ غوښتنه دا ده، هغه خويندې، چې بې سواده دي او ښوونځي ته نشي تللی، دې کورسونو کې شاملې شي."

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي دا مهال په ۱۸ ولایتونو کې د نالوستو ښځو او نارینوو لپاره یې د سواد د زده کړي پروګرامونه روان دي.

XS
SM
MD
LG