د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې ډیرو کمو ماشومانو ته د پولیسو واکسین نه کیږي


باقي خان د خوست د ځدراڼو د يوې غرنۍ سيمې اوسېدونکی دی. د هغه په وينا د پوليو يا د ماشومانو د فلج په اړه يې د سيمې د خلکو عامه پوهاوی ورځ تربلې د پراخېدو په حال کې دی.

باقي خان وايي، چې که څه هم په ځينو مواردو کې يې د سيمې يو شمېر ماشومان د پوليو ضد له واکسين محرومېږي، خو زياتوي، چې په مجموع کې ماشومانو ته د واکسين د تطبیق په اړه د خلکو توجه زياته شوې.

” زموږ قوم ته چې صحي رضاکاران راشي، هر ماشوم ته واکسين ورکوي. که يې ور نکړي، بيا ماشومانو ته تاوان پېښېږي. ځينې ماشومان چې بانډو ته وتلي وي، هغه پاتې کېږي خو وروسته بيا ورکوي‟.

د خوست د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکټر زاهدالله وايي، چې په دې ولايت کې يې د پوليو د واکسين له تطبيق څخه د پاتې کېدونکو ماشومانو شمېر کنترول کړی او مخ په کمېدو دی.

په مخکنيو کمپاينونو کې له اووه زرو څخه تر پنځلس زرو پورې ماشومان د ګوزڼ له واکسين محرومېدل، خو د ډاکټر زاهدالله په وينا په وروستيو کمپاينونو کې دا شمېر شاوخوا درې نيم زرو ته راښکته شوی.

” ددې معنی دا ده، چې موږ د پوليو د واکسين په تطبيق کې ډېر ښه او تکړه کار کړی دی. هڅه مو دا ده، چې په راتلونکو کمپاينونو کې ياد شوی شمېر نور هم راټيټ کړواو عامه پوهاوی پراخ کړو‟.

د دې ولايت يو بل اوسېدونکی اميرحمزه له خلکو غوښتنه کوي، چې د پوليو پرضد د کمپاينونو پرمهال ماشومانو ته د واکسين په تطبيق کې له واکسيناتورانو سره پوره همکاري وکړي.

” له خپلو خلکو غواړو، چې ماشومانو ته واکسين ورکړي، ځکه ډېره ښه نتيجه لري. د واکسيناسيون له مرکزه هم غواړو، چې ښه ټيمونه وګماري، ترڅو ټولو سيمو ته رسيده ګي وکړي‟.

د پوليو ويروس تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د دايمي فلج لامل ګرځي، چې بيا تداوي نلري. له همدې کبله ديني عالم عبدالقدير د دغه ويروس پرضد مبارزه د ټولنې د هر وګړي مسووليت بولي.

”حضرت محمدص فرمايلي دي، چې هر مضر شی مخکې له ضرر رسولو څخه ختم کړی. نو په اسلام کې ځان ساتنه فرض ده. همدا ډول له معيوبيت څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره د پوليو ضد واکسين پوره جواز لري‟.

د هر کمپاين پرمهال په خوست کې شاوخوا دوه لکه نوي زره ماشومانو ته، چې تر پنځه کلنۍ کم عمر لري، د ګوزڼ ضد واکسين تطبيقېږي. خوست له ۲۰۱۴ ميلادي راوروسته د پوليو کومه مثبته پېښه نلري.

XS
SM
MD
LG